سیمه ییز خبرونه

هغو زندانونو ته، چې د شكنجې نښې پكښې ندي ليدل شوي باید جواز ورکړل شی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بهرنيو ځواكونو پرېكړه كړې، چې په افغانستان كې يو شمېر زندانونو ته جواز وركړي. په كابل كې دآيساف قومانداني وايي، چې دغه جواز به د نړيوالو بنسټونو په مرسته يو شمېر زندانونو ته وركړل شي .

له هغې وروسته، چې د افغانستان په زندانونو كې د بنديانو د شكنجې په باب ملګرو ملتونو سازمان رپوټ خپور كړى، د آيساف قومانداني افغان زندانونو ته د طالب بنديانو د لېږدونې بهير ځنډولى دى او دغه كار د افغان حكومت د غبرګون لامل شو، له همدې سره آيساف په پام كې لري يو شمېر هغو زندانونو ته چې د شكنجې نښې پكښې نه دي ليدل شوي جواز وركړي.

په كابل كې د آيساف وياند ګونتر كتز وایی:

مونږ په هرو څلورو مياشتو كې د افغانستان زندانونو ارزوو، او د طالب بنديانو د لېږد بهير به هغو زندانونو ته تر سره شي په كومو كې، چې د شكنجې نښې نه وي ليدل شوي. بايد ووايم، چې افغان زندانونو ته به د جواز وركول د يو نړيوال بنسټ په مرسته تر سره شي.

په همدې وخت كې په افغان زندانونو كې د شكنجې په باب د حقيقت موندنې كميسيون، چې د يوناما د رپوټ له خپرېدو وروسته افغان ولسمشر په دنده ګمارلى افغان ولسمشر حامد كرزي ته په خپل وړاندې كړي رپوټ كې ويلي، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا له بنديانو سره ډېر بد چلند د هغوى د نيولو پر وخت تر سره كېږي، خو آيساف دغه رپوټ ردوي.

د آیساف ویاند همدارنګه زیاتوی، چې مونږ د دغه پلاوي او له افغان ولسمشر سره د هغوى د ليدنې په باب خبر نه لرو، خو دومره وايم كه پر مونږ كوم تور لګېدلى وي، نو مونږ به دغه مسئله جدي ونيسو.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان حكومت په افغانستان كې د بهرنيو زندانونو شتون غېر قانوني بولي او ټينګار كوي، چې بايد د ټولو زندانونو د ساتنې مسئوليت افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version