تازه خبرونه

هندوستان له افغانستان سره د زرو ملي بسونو د مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

هندوستان په داسې حال کې د زرو عرادو ملي بسونو ژمنه کوي چې په کابل ښار کې سل عرادې ملي بسونه فعالیت کوي او د کابل ښاریانو اړتیاوې تر دوو زرو پورې رسیږي.

د ملي بسونو د تصدۍ ریاست رییس احمد نذیر رضایي وایي، په کابل کې د ډیرو هیوادونو لخوا ملي بسونه مرستې شوي اوسمهال په کابل ښار کې ۹۴۱ عراده ملي بس موجود دي؛ خو یوازې ۱۰۰ عرادې فعالیت کوي، ځکه ټول ملي بسونه له کاره لویدلي او په پارکینګونو کې دریدلي دي.

اوس مونږ ۱۰۰ عرادې بسونه لرو، په داسې حال کې چې زمونږ اړتیا ۲۰۰۰ زرو ته رسیږي. زیاتره له لسو کلونو څخه کیږي چې تصدۍ ریاست ته هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د ملي بسونو د تصدۍ ریاست انجینیر وایي، دوی په ډیرو کمو امکانات پر مخ ځي او د شته ستونزو د حلولو لپاره لازم اقدامات نشي کولای.

د ملي بسونو د تصدۍ ریاست انجینیر – حبیب الله عزیزي:

مونږ په اوله ناحیه کې یوازې ۵۰ ملي بسونه لرو او هره ورځ د جوړ سړک د نشتون له کبله زمونږ ملي بسونه زیات عوارض پیدا کوي؛ ځینې وخت مونږ امکانات نه لرو چې دا بسونه جوړ کړو.

د ملي بسونو د تصدۍ ریاست رییس وایي ډیر ملي بسونه له کاره لویدلي او د بودیجې او مالي مرستو د نشتون له کبله دوی نشی کولای دا ستونزه هواره کړي؛ خو د ترانسپورت وزارت د ښه او پیاوړې مدیریت د نشتون له امله دا ستونزه زامنځته شوې ده که سم مدیریت وي نو د ا ستونزه ډیره جدي نه ده.

د ترانسپورت وزارت ویاند- حکمت الله قوانچ:

په پخوا کې سم او پیاوړی مدیریت د ملي بسونو په تصدۍ کې موجود نه وو؛ له همدې کبله له داسې ستونزو سره مخامخ کیږو او د ملي بسونو فعالیت نه کول د دې لامل ګرځیدلی چې هیڅ څوک له دې ادارې سره مرسته ونه کړي.”

خبریال:نبیله حفیظي

 

Trending

Exit mobile version