بی بی سی پښتو
هندي سينما کې د خپلوۍ پاللو سرلاری څوک دی؟
یو وخت به هغه فلم بریالی ګڼل کېده چې تر پنځویشت یا پنځوسو اونیو به د سينماګانو پر پردو وچلېد او مينه وال به يې خپل کړل، خو اوس د باکس افس یا په کمه موده کې د فلم د ډېرې مالي ګټې تر لاسه کولو زمانه ده، که یوه فلم په څو ورځو کې ډېرې پيسې وګټلې او خپله د ارزښت شمېره يې تر سلو واړوله نو د فلم هلک د سينما پاچا او نجلۍ ملکه ګڼل کېږي.
خو اوس د یوه فلمي ستوري د هنر د کامیابۍ کچه په یوه بله لار هم مالومول کېږي؛ پر خواله رسنیو. یانې داسې چې پر خواله رسنيو د چا مینه وال یا فالورز ډېر دي.
د هندي سينما تکړه نڅاګرې نوره فتحي تېره اونۍ سم جشن جوړ کړ، ځکه چې پر انسټاګرام يې د مینه والو شمېر تر ۱۴ ميلیون واوښت.
اغلې فتحي په همدې خوشالۍ خپله د ګډا هغه وېډيو خپره کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د هند د ښکلا ملکې سره په سیالۍ وه. دې له دغې وېډيو سره لیکلي وو چې همدې نڅا د دې ژوند بدل کړ او له هماغه راهیسې ورته د فلمونو د مرکزي سندرې لپاره د ګډېدو وړاندیزونه پيل شول.
- فلمي نړۍ: نېها دوپیا ولې پر خواله رسنیو ځورول کېږي؟
- ۲۰۱۷: د بالیووډ غوغا جوړوونکی کال
- عامر خان ولې بښنه غوښتې؟
د نوره فتحي څو سندرې ډېرې مشهورې شوې دي، لکه ‘دلبر دلبر’ او ‘او ساقي ساقي رې’.
په هندي سينما کې خپلوي او خېښي پالنه
د باليووډ فلمي ستوري سوشانت سېنګ راجپوت تر ځانوژنې وروسته یو شمېر فلمي او ځینو عامو خلکو د هغه په غم اوښکې تویې کړې او له دې کیسې وروسته د هغه پر وير ماتم کوونکي ډېر شول.
په دې نوملړ کې نوی نوم د شېکر سمن دی چې په فلمي نړۍ کې يې ځان ته کوم ځانګړی نوم ونشو ګټلی. ښايي ځکه ده هم ځان ته دا حق ورکړی چې په باليووډ کې د خپلوۍ او خېښۍ پاللو بحث کې ځان ورګډ کړي.
دی د سوشانت سېنګ د مور او پلار لیدو ته بېهار ته لاړ او د هغوی د کور په مخکې يې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، ‘سوشانت سېنګ ته به خامخا انصاف غواړي’.
له رسنیو سره د شېکر سمن د دغو خبرو د وېډيو له خپرېدو سره سم په بېهار ایالت کې د کېدوونکو ټاکنو او پکې د ده د سیاسي ارادو خبرې هم د هر چا په خوله شوې.
ویل کېږي چې د هغه پر دې کار د سوشانت کورنۍ ناخوښه ده، ځکه چې نه غواړي د هغه مړينه څوک د سیاسي ګټې لپاره وکاروي.
کرن جوهر تر ټولو ډېر پر خپلوۍ پالنه تورن دی
په هندي سينما یا باليووډ کې د خپلوۍ او خېښۍ پالنې په مسله کې تر ډېره ګوته فلم جوړوونکي کرن جوهر ته نېول کېږي.
اوس پر خواله رسنیو د هغه پر ضد یو ډول جګړه پېل شوې ده. وړمه ورځ یوه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د ريلاینس انټرټېمنټ په نوم سينمايي کاروباري ادارې له ‘سوریه ونشي’ فلم د کرن جوهر نوم ایستلی دی.
- د هندي فلمونو ستوري سوشانت سېنګ راجپوت “ځان وژنه کړې”
- د بالیووډ ستوري څه خوري؟
- کرینه: هرې هنرمندې ښځې ته د سیف په څېر مېړه پکار دی
په دغه راروان هندي فلم کې اکشې کمار مرکزي رول لوبولی او د فلم جوړوونکی روهېت شيټي دی. کرن جوهر د دغه فلم پروډيوسر یا لارښود دی.
د ريلاینس انټرټېنمنټ اجرایئه مشر شباسېش سرکار دا خبره رد کړې او له خلکو يې غوښتي چې پر خواله رسنیو د کرن جوهر له ځورولو لاس واخلئ. د ده په خبره، داسې خبرې د هغو یو څو کسانو کار دی چې د نورو له ځورولو خوند اخلي.
د سوشانت سېنګ تر ځانوژنې وروسته په هندي سينما کې د خپلوۍ پالنې پر ضد فلمي ستورې کنګنا رناوټ غږ پورته کړ. پر خواله رسنیو يې په يوه وېډيو کې په دې اړه نيوکې وکړې چې ګڼو خلکو يې خبرې ورسره بدرګه کړې. له هغې وروسته پر ځينو فلمي کورنيو او د هغوی پر اولادونو نېوکې پيل شوې.
ویل کېږي چې که د کومې فلمي کورنۍ غړی نه يې او یا دې تر شا د کومې لویې فلمي سټې لاس نه وي نو په فلم کې په اسانه څوک رول نه درکوي. کرن جوهر وارله مخه د څو فلمي ستورو زامنو، لوڼو یا نورو خپلوانو ته په فلمونو کې مرکزي رول ورکړی دی نو ځکه اوس په دې مسله کې د پاڼ او پړانګ تر منځ ورغلی دی.
پر کرن جوهر تر ټولو لومړی لفظي برید هم همدې کنګنا رناوټ د هغه په یوه خپرونه ‘کافي وېت کرن’ کې کړی و. دې ښاغلی کرن په باليووډ کې د خپلوۍ او خېښۍ پاللو سرلاری بللی و.
په دې شو یا خپرونه کې وتلی فلمي ستوری سيف علي خان هم و. په یوه اوسنۍ مرکه کې سيف علي خان ویلي چې هغه مهال دی هېڅ نه پوهېده چې کنګنا څه ویل غواړي خو په خبره يې، د یو چا په خپرونه کې ګډون کول او بیا د هغه سپکول یا د خلکو په نظر کې کم راوستل سم کار نه دی.
سيف علي خان همدا راز ویلي چې کرن جوهر په هندي سېنما کې یو بریالی کس او پر سمبول بدل شوی سړی دی نو ښايي ځکه خلکو ته پر هغه نېوکې کول اسان دي. دی وايي چې پر کرن جوهر باید داسې انتقاد ونشي.