تازه خبرونه

هندي لوبغاړي سوشانټ سنګهـ ځانوژنه کړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۳۹۹)

هندي پولیسو نن سهار په ممبي ښار کې د بالیود لوبغاړي سوشانټ سنګهـ راجپوټ مړی ځوړند موندلی دی.

پولیسو ویلي، نوموړی په کور کې یوازې اوسیده.

د هندوستان ټیمز د څرګندونو له مخې؛ د هند دغه ۳۴ کلن هنرمند په خپل کور کې ځان ځندۍ کړی او مړ شوی دی.

تر دې دمه د دغې ځانوژنې لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو څو ورځې مخکې د ده پخواني مدیر ځانوژنه کړې او له یوې ودانۍ یې ځان غورزولی او مړ کړی و.  

هغه په پي کي، ربتا، چي چوري او ام اس دوني فلمونو کې کار کړی، چې خلکو ډېر خوښ کړي دي.

چي چوري فلم  یې وروستی کار و، چې په ۲۰۱۹ کال کې د سینما پر پرده ښکاره شو.

سوشانټ سینګهـ د ۱۹۸۶ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۱ پیدا شوی او خپل هنري کارونه یې په ټلویزیوني سریالونو کې له کارکولو پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version