سوداگري
هندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ
په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.
هندي کارپوهانو د امرتسر د سیمهییزې شورا د صنعت په کنفډراسیون کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د چټکې اقتصادي ودې لپاره افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو پر هوايي صادراتو ټینګار کړی دی.
په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.
د متحده عربي اماراتو لپاره د هند پخواني سفیر ناوډیپ سوري د امرتسر- کابل – دوبۍ د سوداګریز دهلېز د جوړولو وړاندیز وکړ او څرګندوي، چې منظمې الوتنې کولی شي سوداګري زیاته کړي.
د کارګو د یوه شرکت مسوولانو ویلي، چې که د ګمرکي چارو بهیر چټک شي او مناسبې الوتنې موجودې وي؛ نو دوی کولی شي هره اوونۍ له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ټنو پورې توکي ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په نومبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعلان وکړ، چې د هند او افغانستان ترمنځ به د هوايي ټرانسپورټ خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي.