بی بی سی پښتو
هندی مسلمان “د مینې جهاد” قانون له مخې ونیول شو
پولیسو د هند اوتر پردېش ایالت کې یو مسلمان په دې تور نیولی چې ګواکې اسلام ته یې د یوې هندوې د اړولو هڅه کړې ده. دا لومړنی کس دی چې “د مینې جهاد” په نامه د مذهب د بدلولو پر ضد د نوي جوړ شوي قانون پر بنسټ نیول کېږي.
توندلاري هندو ډلې “د مینې جهاد” اصطلاح د مسلمانو سړیو لخوا واده کولو سره اسلام ته د هندوو ښځو اړولو ته کاروي.
دغه قانون یو شمېر خلک قهرولي او نیوکګر یې له اسلامه وېرونه بولي. څلورو نورو ایالتونو کې هم د جهادي مینې ضد قوانینو په مسودو کار روان دی.
د اوترپردېش د بارلي ولسوالۍ پولیسو د چهارشنبې په ورځ پر ټوېټر د دغه سړي د نیولو پخلی وکړ.
د ښځې پلار بي بي سي هندي څانګې ته ویلي عریضه یې د دې لپاره کړې چې دغه مسلمان سړي یې پر لور اسلام ته اوښتلو لپاره “فشار” اچولی او هغه یې ګواښلې ده.
ویل کېږي دې ښځې روان کال بل کس ته تر واده کېدو وړاندې دغه سړي سره اړیکې لرلې.
پولیسو بي بي سي ته ویلي د ښځې کورنۍ تېر کال د تورن خلاف د تښتونې عریضه هم کړې وه، خو کله چې ښځه وموندل شوه او له دې تور یې انکار وکړ، نو هغه دوسیه ختمه شوه.
دا ځل دا سړی د چهارشنبې پر روځ تر نیول کېدو وروسته ۱۴ ورځني بند ته لېږول شوی دی. خو هغه خبریالانو ته ویلي بې ګناه دی او “له ښځې سره تار” نه لري.
“د مینې جهاد” قانون په څه معنا؟
دا نوی قانون تر لسو کلونو بند لري او که له مخې یې څوګ ګرم وپېژندل شي، ضمانت یې هم نه کېږي.
نومبر کې اوتر پردېش د هند لومړنی ایالت شو چې په “جبري” او “تېر ایستنې” سره یې د مذهب د بدلون خلاف قانون تصویب کړ.
خو دا ایالت په دغه کار کې یوازې نه دی ځکه تازه څلورو نورو ایالتونو، مدهیا پردېش، هریانا، کرناټکا او اسام هم ویلي چې “د مینې جهاد” خلاف په قوانینو کار کوي.
دغه پنځه واړه ایالتونه د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) لخوا چې د مسلمانانو ضد احساساتو ته په لمن وهلو تورن دی، اداره کیږې.
نیوکګر دغه قوانین وروسته پاتې او له سپکاوي ډک ګڼي او ډېرو د توندلارو ښي اړخو هندي ډلو لخوا “د میني جهاد” اصطلاح کارېدو ته په کتو اندېښنه ښودلې چې دغه قوانین به ناوړه او پر نورو د زیاتي لپاره وکارول شي.
د هند قوانین تر اوسه له “د میني جهاد” سره بلد نه دي، خو دغه اصطلاح له تېرو څو میاشتو راهیسې د ژبو پر سر ده او د خبرونو سرټکي جوړوي.
تیر اکتوبر کې د ګاڼو یو مشهور شرکت د دې لپاره خپل یو سوداګریز اعلان لغوه کړ چې د جلا مذهبونو جوړې پکې نقش لوبولی و او ښي اړخو ډلو پرې د “د میني جهاد” د دودولو تور پورې کړ.
نومبر کې هم چارواکو د “مناسب هلک” په نوم یوې ډرامې ته په اشارې چې د هندوانو د یوه معبد د تصویرونو شالید کې یې یوه هندوه له مسلمان سړي سره د یو بل د ښکلولو په حال کې لیدل کیږي، پر نېټفلېکس شبکه ورته تور پورې کړ.
د مدهیا پردېش کورنیو چارو وزیر ناروتام مېشرا وايي دا ډول کړنې “مذهبي احساسات” زیانمنوي او له چارواکو یې غوښتي چې د دې ډرامې د پروډیوسر او ډایرکټر خلاف قانوني ګامونه واخلي.
د بي جي پي مخالفین وايي په ۲۰۱۴ کال په لومړي ځل واک ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي له راتګ راهیسې هند کې مذهبي بېلتون او درز پراخ شوی دی.
د مسلمان او هندو ترمنځ پر ودونو له پخوا نیوکې موجودې وې خو دغو ودونو پورې د نورو مسایلو او بدبینیو تړل نوې ښکارنده ده.