تازه خبرونه

هند افغانستان ته د طبي مرستو لسمه ټولګه راورسوله

Published

on

د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې هند د شنبې پر ورځ افغانستان ته د طبي مرستو لسمه ټولګه وسپارله.

دغه طبي توکي، چې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه ده؛ په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ته وسپارل شول.

هند تر اوسه له افغانستان سره په ۱۰ ټولګو کې ۳۲ ټنه طبي مرسته کړې ده. په دې مرستو کې بېړني اړین درمل، د نري رنځ ضد درمل، ۵۰۰ زره خوراکه د کرونا ویروس واکسین او نور اړین درمل شته  دي.

Trending

Exit mobile version