تازه خبرونه

هند افغانستان ته نوره مرسته هم رالیږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

د هند حکومت ۲۰ زره متریک ټنه نور غنم دا ځل د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته رالیږي.

هند تېر کال د پاکستان له لارې ۴۰ زره متریک ټنه غنم مرسته لېږلې ده.

 هند د ۲۰ زره ټنو غنمو څخه خپله لومړۍ برخه ۲۵۰۰ ټنه لیږلي دي، چې تمه ده په روانه اوونۍ کې د ایران له لارې هرات ولایت ته ورسیږي.

تېره میاشت د افغانستان اسلامي امارت هند ته خپل لومړی چارسمبالی استازی قادر شاه وټاکه، چې د دوی پر اند له هند سره به د ښو اړیکو لپاره لار اواره کړي. که څه هم قادر شاه تر اوسه دنده نه‌ده پیل کړې؛ ځکه، چې د پخوانۍ ادارې دیپلوماتان په سفارت کې پاتې دي او ظاهراً یې د هغه د دندې پیلولو مخه نیولې ده.

د تایمز اف اندیا د راپور له مخې؛ قادر شاه تېره اوونۍ د پخواني حکومت لخوا ګومارل شوي افغان دیپلوماتان د خپل موټر پر غلا تورن کړل.

هند تر دې دمه له خپلمنځي شخړې څخه ځان لرې ساتلی او وایي؛ د دې موضوع حل د افغان چارواکو دنده ده، چې باید حل یې کړي. که څه هم د اوږدمهاله کړکیچ په صورت کې حکومت باید پرېکړه وکړي، چې له چا سره کار کول غواړي؛ ځکه، چې د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره همغږي ډېره اړینه ده.

Trending

Exit mobile version