تازه خبرونه
هند افغان سیکهانو او هندوانو ته بېړنۍ ویزې ورکوي
په کابل کې د سکهانو پر درمسال له برید وروسته د هند د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ۱۰۰ سیکهانو او هندوانو ته به بېړنۍ ویزې ورکړي.
هندوستان ټایمز هندي رسنۍ راپور ورکړی، چې د هند د کورنیو چارو وزارت د بېړنیو ویزو صادرولو ته لومړیتوب ورکړی.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د افغان هندوانو او سیکهانو لپاره به بېړنۍ ویزې آنلاین ترسره کیږي او له خطر سره مخ سیکهانو د ایستلو لړۍ به هم ګړندۍ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (د غبرګولي اته ویشتمه) یو شمېر وسلوالو بريدګرو د کابل په کارته پروان سيمه کې پر هندوانو او سکهانو بريد وکړ.
په دې پېښه کې، چې اوس یې داعش وسلوالو پړه پر غاړه اخیستې؛ یو سکهـ هېوادوال او د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوي، اووه نور ټپیان دي او د سیمې خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.
