تازه خبرونه

هند او افغانستان د شاتوت بند د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۹)

ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن سې شنبه ( د سلواغې ۲۱) غرمه مهال په انلاین ناسته کې د شاتوت بند جوړولو د هوکړې د لاسلیک لپاره ګډ غږ پورته کړ.

په دې مراسمو کې ولسمشر ویللي؛ د پروژې له تر سره کېدو سره د شاه‌ توت بند به په کابل کې دوه میلیون خلکو ته پاکې اوبه برابرې کړي.

غني زیاته کړې: د شاه توت بند به د کابل د واورې او باران اوبه خوندي کړي او ور سره به د اړتیاوړ ځمکې هم خړوبه شي.

غني څرګنده کړې: شاه توت به د کابل سیند ته کافي اوبه ورسوي ترڅو یو ځل بیا د شنو، ځنګلونو، تفریح ​​او لاسي هنرونو مرکز شي.

غني څرګنده کړې؛ د شاه توت حوزه او لمریز به مونږ له طبیعي ښکلا برخمن کړي او د کابل ښار د بیارغونې لید لوری به د بابر خیال پر حقیقت بدل کړي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هند په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان یو له پراختیایي ملګرو دی.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې زمونږ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو لکه د بېخبناوو پراختیا، وړتیا جوړونې، کرنې، ښوونې، روزنې او روغتیايي برخو کې رامنځته کیږي.

هغه ویلي، چې په کابل کې د شاه توت بند د هوکړه لیک لاسلیک د هند او افغانستان د ځواکمنې دوستۍ پر بنسټ جوړیږي.

مودي څرګنده کړه: زه ځانګړې خوښي احساسوم، چې د شاه توت بند پروژه به د کابل اوسیدونکیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابر کړي.

مودي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هندوستان له تاسې سره اوږه پر اوږه ولاړ دی. هندوستان به ستاسو د سفر په هر پړاو کې له تاسې سره وي.

 مودي ډاډ څرګند کړی، چې هیڅ بهرنی ځواک به ونشي کړای د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي او یا د دې وړتیا ولري، چې د هند او افغانستان د دوستۍ خنډ شي.

دغه بند د کابل ولایت د للندر په سیمه کې جوړیږي، چې۹۲ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور به ولري.دغه بند ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او دوه میلیون کسان به ترې د پاکو اوبو ګټه پورته کړي.

د شاتوت بندر رغنیزې چارې به په ۶ کلونو کې پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version