تازه خبرونه
هند او پاکستان یو او بل له تروریزمه پر ملاتړ تورن کړل
هند او پاکستان ملګرو ملتونو ته د یو لړ اسنادو پر وړاندې کولو یو او بل له ترهګرۍ څخه پر ملاتړ تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هند د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یو لړ اسناد پر بنسټ په ډاګه کړې، چې په پاکستان میشت ترهګرغواړي د هند تر واک لاندې کشمیر کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي؛ خو نن پاکستان هم داسې اسناد د ملګرو ملتونو سرمنشي ته وړاندې کړل، چې د پاکستان په خاوره کې له ترهګرۍ د هند ملاتړ ښیي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرام هند له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل؛ د هند کړنو ته دې پام راواړوي، چې ترهګري تمویلوي.
نوموړي زیاته کړې: هند باید خپلې ناقانونه او یرغلیزې کړنې ودروي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ هندي چارواکو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د هند ویاند په دې اړه ویلي دي: پاکستان کولی شي له چته وژړ؛ خو دوی دا حقیقت رد کولی نشي، چې دوی پخپله د ترهګرۍ مرکز دی. د دوی دروغ ، رښتیا کېدی نشي.
ویل کیږي، چې هند او پاکستان د جمو او کشمېر پر سیمو دعوې لري؛ خو دواړه حکومتونه د کشمېر پر ځینو برخو واکمني کوي.
