تازه خبرونه
هند به د پنجشنبې پر ورځ د امیرخان متقي کوربه وي – راپور
هندو ورځپاڼې د هند بهرنیو چارو وزارت د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امیر خان متقي به د پنجشنبې پر ورځ د پېنځه ورځني سفر لپاره هند ته راشي او له هندي چارواکو سره به پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د مسکو له سفر وروسته د پنجشنبې پر ورځ د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ولاړ شي او د هند دولت به یې کوربه وي.
هندو ورځپاڼې د هند بهرنیو چارو وزارت د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امیر خان متقي به د پنجشنبې پر ورځ د پېنځه ورځني سفر لپاره هند ته راشي او له هندي چارواکو سره به پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړي.
د اسلامي امارت او هند اړیکې په وروستیو میاشتو کې پر تدریجي بڼه د ښهوالي پر لوري روانې دي.
له امیرخان متقي سره به په دې سفر کې پر رسمیت پېژندنې، سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت او سیمهییز ثبات هر اړخیزې خبرې وشي.
د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي؛ متقي به د دې سفر پر مهال سوداګرۍ، سیمهییز امنیت او ارتباطي پروژو په ګډون په چابهار بندر کې د هند پانګونې او افغانستان ته د هغې د لاسرسي پر لارو چارو بحث او خبرې وکړي.
سیاسي شنونکي په دې اند دي، چې د هند او اسلامي امارت ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې ښې روانې دي؛ خو د هند دولت تر دې دمه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.
کارپوهانو ویلي، چې راتلونکې غونډه د افغانستان او هند په اړیکو کې یو مهم بدلون راوستلی شي؛ ځکه، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په راتلونکي کې د اسلامي امارت رول لوبولو ته پر تمه دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره پنجشنبه د امیرخان متقي د سفر بندیز د یوې اوونۍ لپاره لغو کړ.
هند ته به دا د اسلامي امارت د یو لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.
ټاکل شوې، چې نوموړی د تلې پر اتهلسمه / د اوکټور پر لسمه د هند بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره وګوري.
