لوبی
هند د اسیا کرکت جام اتلولي وګټله
هند نن ( یکشنبه د وږي ۲۶) د ۲۰۲۳ اسیا کرکت جام په پای لوبه کې سریلانکا ته پر لس ویکتو ماتې ورکړه او د اړوند لوبو اتلولي یې خپله کړه.
د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د هند او سریلانکا ترمنځ د پای لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هندي لوبغاړي محمد سراج په ډېره کمه موده کې د سریلانکا شپږ بالران لرې کړل او سیالې لوبډلې ته یې اجازه ورنکړه، چې هند ته د بریا لپاره هدف وټاکي.
که څه هم نننۍ لوبه ۵۰ اوریزه وه؛ خو د سریلانکا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵.۲ اورونو کې له میدانه وویستل شول. د سریلانکا لوبډلې د ټولو لوبغاړیو پر سوځیدو هندوستان ته د ۵۱ منډو هدف وټاکه.
هندي لوبغاړي هاردیک پاندیا د سریلانکا درې لوبغاړي او یو بل هندي لوبغاړي جاسپریت هم د سریلانکا یو لوبغاړی له ډګره لرې کړ.
هند دغه هدف په پوره اسانۍ ترلاسه کړ او د اتم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.
د اسیا کرکت جام سیالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان او سریلانکا پر ګډ کوربهتوب پیل شوي.
په دې جام کې افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان، نیپال او هند سیالۍ وکړې.
په ګروپي پړاو کې افغانستان په خپلو دواړو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه او د دې جام د غوراوي پړاو ته یې لار ونه موندله.
راتلونکی جام کوم دی؟
په داسې حال کې، چې د اسیا جام نن پای ته ورسېد؛ د کرکت مینهوال کولی شي د راتلونکي زړهراکښونکي نړیوال جام لپاره چمتووالی ونیسي.
په افغانستان کې د کرکت مینهوال کولی شي د کرکت نړیوال جام زړهراکښونکې سیالۍ د آریانا تلویزیون (ATN) له لارې په ژوندۍ بڼه وګوري.
آریانا تلویزیون ویاړي، چې یو ځل بیا یې د کرکت نړیوال جام د ژوندي خپراوي حق ترلاسه کړ.
ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پېنځمې نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر نونسمې نېټې په هند کې ترسره او پای لوبه به یې هم د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شي.
آریانا تلویزیون له سیالیو څخه مخکې ټول مهالوېش او نشرات خپروي او لیوالو ته خبر ورکوي.
د کرکت مینهوال کولی شي زمونږ ویب پاڼې او ټولنیزې شبکې وګوري او ځان د دغو سیالیو له تازه معلوماتو خبر کړي.
لوبی
افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.
ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.
په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.
لوبی
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.
د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.
د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.
د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.
د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
د افغانستان اتلانو لیګ په نهمه سیالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ( د غویی پېنځمه) اټکانرژۍ افسي لوبډلې سرخپوشانخوافي ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
حسیب احدي د اټکانرژۍ غوره لوبغاړی شو او د لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه.
دغه راز د دې سیالیو په لسمې لوبه کې استتقلال کابل بریالی شو، چې موج ساحل ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې شاداب ملکزاده غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شپږمه ) یوه نیمه بجه د افغانستان اتلانو لیګ د درېیم پړاو په یوولسمه سیالۍ کې خدیم افسي د میوند افسي پر وړاندې لوبیږي او دغه راز په همدې ورځ درې نیمې بجې د دې سیالیو دولسمه لوبه د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو تر منځ پیلیږي.
د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه10 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه10 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه