لوبی

هند د اسیا کرکت جام اتلولي وګټله

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۲)

هند نن ( یکشنبه د وږي ۲۶) د ۲۰۲۳ اسیا کرکت جام په پای لوبه کې سریلانکا ته پر لس ویکتو ماتې ورکړه او د اړوند لوبو اتلولي یې خپله کړه.

د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د هند او سریلانکا ترمنځ د پای لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هندي لوبغاړي محمد سراج په ډېره کمه موده کې د سریلانکا شپږ بالران لرې کړل او سیالې لوبډلې ته یې اجازه ورنکړه، چې هند ته د بریا لپاره هدف وټاکي.

که څه هم نننۍ لوبه ۵۰ اوریزه وه؛ خو د سریلانکا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵.۲ اورونو کې له میدانه وویستل شول. د سریلانکا لوبډلې د ټولو لوبغاړیو پر سوځیدو هندوستان ته د ۵۱ منډو هدف وټاکه.

هندي لوبغاړي هاردیک پاندیا د سریلانکا درې لوبغاړي او یو بل هندي لوبغاړي جاسپریت هم د سریلانکا یو لوبغاړی له ډګره لرې کړ.

هند دغه هدف په پوره اسانۍ ترلاسه کړ او د اتم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.

د اسیا کرکت جام سیالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان او سریلانکا پر ګډ کوربه‌توب پیل شوي.

په دې جام کې افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان، نیپال او هند سیالۍ وکړې.

په ګروپي پړاو کې افغانستان په خپلو دواړو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه او د دې جام د غوراوي پړاو ته یې لار ونه موندله.

راتلونکی جام کوم دی؟

په داسې حال کې، چې د اسیا جام نن پای ته ورسېد؛ د کرکت مینه‌وال کولی شي د راتلونکي زړهراکښونکي نړیوال جام لپاره چمتووالی ونیسي.

په افغانستان کې د کرکت مینه‌وال کولی شي د کرکت نړیوال جام زړه‌راکښونکې سیالۍ د آریانا تلویزیون (ATN) له لارې په ژوندۍ بڼه وګوري.

آریانا تلویزیون ویاړي، چې یو ځل بیا یې د کرکت نړیوال جام د ژوندي خپراوي حق ترلاسه کړ.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پېنځمې نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر نونسمې نېټې په هند کې ترسره او پای لوبه به یې هم د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شي.

آریانا تلویزیون له سیالیو څخه مخکې ټول مهال‌وېش او نشرات خپروي او لیوالو ته خبر ورکوي.

د کرکت مینه‌وال کولی شي زمونږ ویب پاڼې او ټولنیزې شبکې وګوري او ځان د دغو سیالیو له تازه معلوماتو خبر کړي.

Trending

Exit mobile version