تازه خبرونه

هند د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د سفر آسانولو هڅې پیل کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا هند ته د امیر خان متقي د سفر د معافیت له ردولو وروسته؛ هندي رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی؛ نوی ډیلی هڅه کوي، چې یو ځل بیا هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سفر آسانه کړي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه دې سفر ته اجازه ترلاسه کړي.

Published

on

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین ټایمز اف انډیا ته ویلي، چې د هند او افغانستان بهرنیو چارو وزیران به سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا هند ته د امیر خان متقي د سفر د معافیت له ردولو وروسته؛ هندي رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی؛ نوی ډیلی هڅه کوي، چې یو ځل بیا هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سفر آسانه کړي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه دې سفر ته اجازه ترلاسه کړي.

ټایمز آف انډیا راپور ورکړی، چې نوی ډیلی به د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ناستې د نېټې له ټاکل کېدو وروسته له امنیت شورا څخه د امیر خان متقي د سفر لپاره اجازه وغواړي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې اسلامي امارت له نوي ډیلي سره د اړیکو له ښه کولو ملاتړ کوي او هند هم له اوسني افغان حکومت سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین ویلي: ” د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د لوړې کچې ناستې اړینې دي. دا ډول ناستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په ګډون د همکارۍ د بېلابېلو برخو د سپړلو لپاره لار اواره کړي”.

هندي رسنیو دا هم لیکلي، چې اسلامي امارت له نوي ډیلي سره د اړیکو د ښه‌والي ملاتړ کوي. په داسې حال کې، چې هند هم د اوسني افغان حکومت سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کړې دي.

د نړیوالو اړېکو کارپوهانو ویلي؛ مخکې له دې هند د اګست د اته‌ویشتمې او نهه‌ویشتمې ترمنځ امیر خان متقي ته د ډیلي د سفر بلنه ورکړې وه؛ خو له رسمي اعلان څخه مخکې سفر لغوه شو، ځکه هند د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ څخه معافیت ترلاسه نکړ.

امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو په نوملړکې دی، چې له افغانستان څخه بهر د سفر بندیز په کې شامل دی. دې شورا مخکې پاکستان ته د امیر خان متقي د سفر کولو معافیت رد کړی و.

Trending

Exit mobile version