سیمه ییز خبرونه
هند د با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره كاركوي- ويكر
امريكايي چارواكو تل د افغانستان په ثبات او بيارغونه كې د هند ونډه د پام وړبللې ده.
يو امريكايي سناتور ټينگار كوي، چې:
نوى ډيلى د يوه با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره كاركوي. پاكستان هم بايد پوه شي، چې د افغانستان ثبات د دوى په گټه هم دى.
سناتور راجرز ويكر څرگنده كړې، چې:
امريكا له هند سره په گډه كار كوي، چې په افغانستان كې مهم رول په غاړه واخلي.
څه موده مخكې په دې اړه په واشنگتن كې د امريكا، هند او افغانستان د استازيو ترمنځ د يوې غونډې په ترڅ كې خبرې وشوې.
د امريكا د مشرانو جرگې د وسله والو ځواكونو د كميټې رييس راجرز ويكر د امريكا او هند په امنيتي غونډه كې په خپلو خبرو كې وويل، چې:
هند تراوسه د افغانستان د بيارغونې په برخه كې له دوه ميليارد دالرو ډېرې پيسې لگولي او د افغانستان له رهبرۍ سره د يوه باثباته او بريالي هېواد د جوړولو په موخه له نږدې كاركوي.
سناتورويكر دغه راز ويلي، چې:
نړيواله ټولنه به د خپلو ځواكونو له ايستلو وروسته افغانستان يوازې پرې نږدي او دا هېواد به بيا د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو لپاره خوندي ځاى نه وي.
راجرز ويكر د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې د پاكستان اهميت ته په نغوته ويلي، چې:
اسلام آباد بايد د طالبانو او نورو تندلارو ډلو، چې د افغانستان پرضد فعاليت كوي؛ مخه ونيسي.
كه څه هم پاكستان تل دا تورونه رد كړي، خو امريكايي سناتور ويكر وايي:
د واشنگتن په درې اړخيزه غونډه كې امريكايي، افغان او هندي چارواكو د پاكستان دا انكار ونه مانه . دغه امريكايي سناتور ټينگار كوي، چې:
د پاكستان مشران بايد دا تشخيص كړي، چې په افغانستان كې ثبات او امن د دوى په گټه هم دى. پاكستان بايد د طالبانو په وړاندې مبارزه په خپلو لومړيتوبونو كې شامله كړي.