تازه خبرونه
هند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نهبښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼشمېر ملکي وګړي ووژل شول.
د هند بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د نشهیي توکو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستی هوايي برید سخت غندلې او هغه بې رحمانه او نه بښونکی بولي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نهبښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼشمېر ملکي وګړي ووژل شول.
هند ټینګار کړی، چې دا ډول ودانیز بنسټونه هیڅکله پوځي هدف نشي ګڼل کېدی.
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت دا پېښه “د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه” او د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ وباله او څرګندوي، چې دا عمل په سیمه کې د پاکستان د بې پروایۍ او تکراري چلند ښکارندویي کوي.
نوموړی زیاتوي؛ د روژې په میاشت کې د داسې برید ترسره کول، چې د مسلمانانو د سولې او پیوستون څلی دی؛ “نور هم د غندلو وړ” کوي او د روغتون او د هغې د ناروغانو پر نښه کولو لپاره هیڅ مذهبي یا اخلاقي توجیه نهلیدل کیږي.
هند له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې پېښې عاملان مسوول وګڼي او پر ملکي وګړو د نورو بریدونو مخه ونیسي.
په پای کې دې هېواد له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه او د افغانستان له حاکمیت او ځمکني بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.