لوبی
هند د کرکت نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۴ ) په هند کې د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام د لومړنۍ نیمه پایلوبې پر مهال د کوربه هېواد ملي لوبډلې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او دغو سیالیو پایلوبې ته ورسید.
د هند لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه پیل کړه او سیال لورې ته یې د څلور لوبغاړیو پر سوځېدو د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
د نیوزیلند ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې د ۳۲۷ منډو له ترسره کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د هند لوبډلې وګټله.
د هند توپاچوونکي محمد شامي د نیوزیلند اووه لوبغاړي وسوځول او د دې سیالۍ ترټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د هند توپوهونکیو ویرات کوهلي ۱۱۷ منډې او شرییاس ایر ۱۰۵ منډې وکړې.
د نیوزیلند داریل میچل ۱۳۴ منډې جوړې کړې او کین ویلیمسن له ۶۹ منډو له ترسره کولو وروسته وسوځېد.
د یاد ۵۰ اوریز نړیوال جام دوهیمه نیمه پایلوبه نن پنجشنبه ( د لړم ۲۵ / د نومبر ۱۶) غرمه مهال د جنوبي آفریقا او آسترالیا تر منځ ترسره کیږي او پایلوبه به د لړم پر ۲۸ / د نومبر پر ۱۹ ترسره شي.
لوبی
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.
د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.
څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.
د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.
د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.
دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.
لوبی
افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.
ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.
په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.
لوبی
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.
د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.
د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.
د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.
د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه2 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
لوبی2 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه1 day ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی1 day ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې