لوبی
هند له افغانستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله
هند د یکشنبې پر ورځ په ایندور لوبغالي کې له افغانستان څخه دوهیمه شل اوریزه لوبه هم د شپږ ویکټو پر توپیر وګټله.
د هند لوبډلې لپاره یاشاسوي جیسوال پر ۳۴ توپونو ۶۸ او شیوام دوبي پر ۳۲ توپونو ۶۳ منډې جوړې کړې.
هند د دې لوبې له ګټلو سره د پېنځلسمې ۲۰ اوریزې لوبو د ګټلو ویاړ خپل کړ.
اکسر پټیل دوه ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې.
د افغانستان لوبډلې ټولټال ۱۷۲ منډې جوړې کړې، چې ۵۷ یې د ګلبدین نایب له لوري ترسره شوې.
د هند لوبډلمشر روهیت شرما جیسوال او دوبي دواړه وستایل.
هغه ویلي: دوی ډېر ښه کلونه تر شا پریښي؛ جیسوال ټسټ کرکټ کړی او اوس یې ۲۰ اوره لوبې وکړې. هغه خپله ځواکمنتیا ښودلې ده. هغه تکړه دی او ښکلې توپاچونه کوي.
نوموړي زیاته کړې: دوبي ستر سړی دی؛ هغه خورا پیاوړی دی او کولی شي سپنران سمبال کړي. دا د هغه رول دی او هغه تر دریځه راغلی او زمونږ لپاره یې دوه مهمې لوبې کړې دي.
ویرات کوهلي، چې د ۲۰۲۲ ز. کال له نومبر میاشتې راپدیخوا یې د هند لپاره خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړې؛ ۲۹ منډې وکړې. روهیت د دوهیم ځل لپاره پرلهپسې له کومې منډې پرته وسوځید.
روهیت فضل الحق فاروقي او کوهلي نوین حق وسوځول.
جیسوال مخکې له دې، چې کریم جنت وسوځوي؛ پېنځه څلوریزې او شپږ شپږیزې ووهلې.
له دې مخکې ګلبدین نایب پېنځه څلوریزې او څلور شپږیزې وهلې وې.
دا په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ده څلورمه پنځوسیزه وه.
نجیب الله ځدراڼ پر ۲۱ توپونو ۲۳، کریم جنت پر ۱۰ توپونو ۲۰ او مجیب الرحمن پر ۹ توپونو ۲۱ منډې وکړې.
لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي: کله نا کله مونږ په پاور پلې (لومړي اورونو) کې، کله په منځنیو اوورونو او کله هم په وروستیو اورونو کې ښه لوبه کوو.
هغه زیاته کړې: مونږ ۲۰ آوریز نړیوال جام ته ځو؛ نو نه غواړو، چې دا تکرار کړو.
افغان لوبډلې په وروستي اوور کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ ارشدیپ سنګهـ ټولټال درې ویکټې واخیستې.
روي بیشنوی هم دوه وېکټې واخیستې.
وروستۍ لوبه به د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي اووه ویشتمه / د جنوري اووه لسمه ) په بنګلور ښار کې ترسره شي.
لوبی
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده
د زیمبابوې لوبډله د غوره توپوهنې پر مټ د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې د مساوي پایلې پر ترلاسه کولو بریالۍ شوه. کریګ اروین او ویسلي ماډهویر د لوبې په وروستۍ ورځ ناسوځېدلې سلیزې وکړې.
زیمبابوې د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۶۴ منډو پر لرلو پیل کړه او د دوهیمې پاڼۍ په پای کې یې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا ۵۲۳ منډې وکړې.
دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۵۰۴ منډې کړې وې. دا د ټسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې له ۵۰۰ ډېرې منډې کوي.
کریګ اروین په ۲۰۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او ویسلي ماډهویر هم ۱۰۰ منډې وکړې او ونهسوځېد. دغو دوه لوبغاړو د ورځې په اوږدو کې د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګه لوبه وکړه.
۴۱ کلن او ۸۲ ورځنی کریګ اروین د ټسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زوړ لوبغاړی شو، چې دوهسوه منډې کوي.
افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۴ منډې کړې وې. افغان لوبډلې د کوربه لوبډلې تر فشار لاندې راوستلو لپاره د زیمبابوې د لوبغاړو ژر سوځولو ته اړتیا لرله؛ خو د زیمبابوې توپوهونکو په داسې لوبغالي کې، چې د توپ اچوونکو لپاره یې چندان مرسته نه لرله، په حوصله او دقت لوبه وکړه.
برایان بنیټ له پنځوس ډېرې منډې وکړې؛ خو محمد سلیم وسوځاوه.
د زیمبابوې نوي لوبغاړي انټم نقوي هم ۶۱ منډې وکړې. نقوي او اروین د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو عبدالمالک د دوی ملګرتیا ماته کړه.
دغه راز ویسلي ماډهویر له اروین سره یوځای شو او دواړو د شپږمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه، چې د زیمبابوې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د دې ویکټې لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده. ماډهویر په همدې ملګرتیا کې خپله لومړنۍ ټسټ سلیزه هم ثبت کړه.
له دې پایلې سره دواړه لوبډلې د دوهیمې او وروستۍ ټسټ لوبې په درشل کې مساوي دي.
ټاکل شوې، چې دا لوبه د لړم پر ړوهویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه په شارجه کې پیل شي.
لوبی
د ځوانانو المپیک؛ پرتګال افغانستان ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه
پرتګال په دې لوبه کې د ژوآئو کاروالیو د ګول له لارې مخکې شو.
د افغانستان له ۱۸ کلنو ټيټ عمره فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ د ځوانانو ډاکار المپیک په نیمهپایلوبه کې له پرتګال څخه ۲ پر صفر ماتې وخوړه او د سرو زرو مډال لپاره له پایلوبې پاتې شوه.
پرتګال په دې لوبه کې د ژوآئو کاروالیو د ګول له لارې مخکې شو.
نوموړي د افغانستان د ګولساتونکي احمد اسماعیلي له تېروتنې وروسته، د میدان منځنۍ کرښې ته له نږدې واټن څخه تشې دروازې ته توپ ولېږه.
دیهګو فریرا د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدا مخکې د پرتګال دوهیم ګول هم وواهه.
د افغانستان لوبډلې په دوهیمه نیمایي کې د پایلې د بدلولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او د ګول وهلو څو فرصتونه یې هم ترلاسه کړل؛ خو د پرتګال ګولساتونکي برنارډو بورژس د خپلې لوبډلې د دروازې د پرانیستل کېدا مخه ونیوله.
له دې بریا سره پرتګال پایلوبې ته لار ومونده او افغانستان به د برونزو مډال لپاره سیالي وکړي.
لوبی
په آسیا جام سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۱۰۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په لړ کې سریلانکا ته د ۱۰۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله درېیمه پرلهپسې بریا ثبت کړه.
سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ۴۹.۵آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۷۵ منډې جوړې کړې.
سبحان زاخېل د توپوهنې په برخه کې وځلېد او پر ۱۱۱ توپونو یې ۱۰۷ منډې وکړې.
عبدالله نادرجان هم پر ۶۴ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړې او د افغانستان په بریا کې یې مهمه ونډه ولرله.
سریلانکا ټاکل شوي هدف ته د رسېدا لپاره په ۳۴.۱آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۱۶۹ منډې وکړې او د ۱۰۶ منډو پر توپیر یې ماتې وخوړه.
نورعلي نیازي د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. نوموړي په تېره لوبه کې هم د مالیزیا پر وړاندې ښه لوبه کړې وه او شپږ لوبغاړي یې سوځولي وه.
دا په سیالیو کې د افغانستان درېیمه پرلهپسې بریا ده. د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې له دې مخکې بنګلهدېش او مالیزیا ته هم ماتې ورکړې وې.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ1 day agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
لوبی3 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
-
تازه خبرونه1 day agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
لوبی3 days agoد اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
