سیمه ییز خبرونه

هند پر پاکستان برید وکړ او پاکستان یې پېنځه هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې

هند اعلان کړی، چې په پاکستان کې یې د “ترهګریزو بنسټیزې ودانیو” اړوند پر نهه ځایونو بریدونه کړي دي. له دې ځایونو څخه ځینې یې د هغو سخت دریځو اسلامي ډلو سره تړاو لري، چې تېره میاشت یې د هندي کشمیر پر هندو سیلانیانو په برید کې ۲۶ کسان ووژل.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې، هند د چارشنبې پر ورځ (د غویی اووه‌لسمه) پر پاکستان او پاکستاني کشمیر برید وکړاو پاکستان ادعا کړې، چې پېنځه هندي جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې دي. دا په تېرو دوه لسیزو کې د دوه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته شخړه یاده شوې ده.

هند اعلان کړی، چې په پاکستان کې یې د “ترهګریزو بنسټیزې ودانیو” اړوند پر نهه ځایونو بریدونه کړي دي. له دې ځایونو څخه ځینې یې د هغو سخت دریځو اسلامي ډلو سره تړاو لري، چې تېره میاشت یې د هندي کشمیر پر هندو سیلانیانو په برید کې ۲۶ کسان ووژل.

اسلام‌آباد ویلي، چې د پاکستان شپږ سیمې پر نښه او د بریدونو په پایله کې اته کسان وژل شوي دي.

د هند یوې دفاعي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هندي ځواکونو د جیش محمد او لشکر طیبه او نورو افراطي ډلو مرکزونه پر نښه کړي دي. د هند د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “هند د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو د ترسره کولو په طریقه کې د پام وړ زغم ښودلی دی.”

دغه راز پاکستان اعلان کړی، چې د هند توغندیو درې سیمې پر نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي جنګي الوتکې رانسکورې شوې دي، چې دا ادعا هند تائید کړې نده.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي: “دا ټول اقدامات د دفاعي اقداماتو په توګه ترسره شوي دي. پاکستان اوس هم یو ډېر مسوول هېواد پاتې دی؛ خو مونږ به د خپل هېواد د وقار، بشپړتیا او حاکمیت د دفاع لپاره هر هغه اقدام وکړو، چې اړین دی.”

اسلام آباد دا بریدونه “یوه ښکاره جګړه ییزه کړنه” وبلله او وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې خبر ورکړی او ټینګار شوی، چې د هند د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

عیني شاهدانو او پولیسو رویټرز ته ویلي، چې د همالیا د سیمې د جنجالي پولې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې دې.

په ۱۹۴۷ کال کې له خپلواکۍ راپدېخوا هند او پاکستان د کشمیر د مسلمان اکثریت سیمې پر سر دوه ځله جګړې کړې دي. دواړه هېوادونه د سیمې د بشپړ مالکیت ادعا کوي؛ خو یوه- یوه برخه یې کنټرولوي.

له هغه وخته، چې په ۲۰۰۳ کال کې اوربند نافذ او په ۲۰۲۱ کال کې بیا تائید شو؛ د دواړو خواوو ترمنځ هدفي بریدونه ډېر کم شوي دي. په ځانګړي توګه هند له پاکستاني کشمیر څخه پر وتلو سیمو بریدونه.

کارپوهان وايي، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر د تېرو وختونو پر پرتله ډېر دی؛ ځکه، چې د هند وروستی برید، چې د “سیندور عملیات” نومیږي؛ د تېرو عملیاتو په پرتله خورا پراخ ول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوسنی وضعیت “شرموونکی” وباله او څرګندوي: “زه هیله لرم، چې دا وضعیت ژر پای ته ورسیږي.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې له اعظمي پوځي زغم څخه کار واخلي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې د هند د بریدونو په پایله کې اته کسان وژل شوي؛ ۳۵ ټپیان دي او دوه نور ورک دي. په مقابل کې د هند پوځ ویلي، چې د پاکستاني پوځ په ډزو کې درې هندي ملکي وګړي وژل شوي دي.

هندي انځوریزو رسنیو د شپې په آسمان کې د چاودنو، اورلګېدنو او لوګيو انځورونه ښودلي او ښیي، چې د پاکستان او پاکستاني کشمیر په ځینو برخو کې خلک تښتي.

رویټرز په خپلواکه توګه بریالی شوی ندی، چې دا انځورونو تایید کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې اسلام آباد د هند بریدونو ته ځواب ورکوي؛ خو نور جزئیات یې ورنکړل.

د پاکستان ګڼ نفوسه پنجاب ایالت بېړنی حالت اعلان کړی او د روغتیايي او بېړنيو خدمتونو آسانتیاوې یې رامنځته کړې دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند جیو نیوز ته ویلي، چې دوه جوماتونه د هند لخوا پر نښه شوي ځایونو کې شامل دي.

د پاکستان دفاع وزیر دا هم ویلي؛ ټول هغه ځایونه، چې برید پرې شوی ملکي وه او د هند لخوا د ترهګرو کمپونو پر نښه کولو ادعا “دروغ” ده.

له بریدونو وروسته د هند پوځ په ایکس پاڼه کې ولیکل: “انصاف تر سره شو.”

په واشنګټن کې د هند د سفارت ویاند رویټرز ته ویلي، چې شواهد په څرګنده توګه د سیلانیانو په برید کې د پاکستان میشتو ترهګرو د لاس لرلو ملاتړ کوي.

هند ادعا کړې، چې په برید کې له درې مشکوکو کسانو څخه دوه یې پاکستاني وګړي دي؛ خو هیڅ شواهد یې ندي وړاندې کړي. پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

دغه راز د انډیګو، ایر انډیا او قطر ایرویز په ګډون څو هوايي شرکتونو د هند او پاکستان په ځینو برخو کې د هوايي ډګرونو او هوايي حریم د تړل کېدا له کبله الوتنې لغوه کړې دي.

د هند د ملي امنیت سلاکار آجیت دوول د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته زنګ وواهه او لوړ پوړو هندي چارواکو هم په بریټانیا، روسیه، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې له خپلو سیالانو سره خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version