تازه خبرونه
هند په کابل کې خپله ډیپلوماټیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په کابل کې د هند سفارت به د افغانستان په هر اړخیز پرمختګ کې د نوي ډیلي رول نور هم پیاوړی او بشري مرستې چمتو کړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا پرېکړه د هند دا هوډ څرګندوي، چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو په ټولو برخو کې خپلې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په کابل کې د هند سفارت به د افغانستان په هر اړخیز پرمختګ کې د نوي ډیلي رول نور هم پیاوړی او بشري مرستې چمتو کړي.
دغه راز به د افغان ټولنې له لومړیتوبونو او هیلو سره سم د ځواکمنولو نوښتونه پلي کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته هند په کابل کې د تخنیکي پلاوي له لارې یوازې محدود شتون درلود، چې یوارزې یې پر بشري مرستو او پراختیایي پروژو تمرکز کاوه.
وروستی اقدام د نوي ډیلي د همکارۍ پراخولو او د سیمهییزو تعاملاتو د ښهوالي په رڼا کې د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا اراده څرګندوي.
کارپوهانو ويلي؛ دا پرېکړه په افغانستان کې د هند د اوږدمهاله سټراټیژیکو او پرمختیایي ګټو سره اړخ لګوي، ځکه هېواد یې په لویو بېخبنایي پروژو، ښوونې او روزنې او روغتیا پروګرامونو کې پانګونه کړې ده.
دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې یو شمېر سیمهییزو ځواکونو د چین، روسیې او ایران په ګډون له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو کچه لوړه کړې ده.
د سفارت له بیا رغولو سره هند داسې دریځ غوره کوي، چې د افغانستان په ډیپلوماټیکو او پرمختیایي ډګرونو کې ځان هڅاند وښیي او د ثبات او هراړخیز پرمختګ د ملاتړ لپاره خپله ژمنه تازه کړي.