بی بی سی پښتو
هند کې یوه ښځه څنګه “د کورونا غږ شوه”؟
میلیونونه هندیان د جسلین بهالا غږ پېژني. پخوا به دې چې هند کې د ټلېفون نمبر کېکاږه، نو د مقابل لوري له غږ مخکې، کله میوزیک یا یو پیغام اورېدل کېده چې د زنګ ټلۍ ورته وايي.
خو له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې که دغه هېواد کې چا ته زنګ وهې، تر هر څه مخکې د بهالا نرم غږ اورې.
د کورونا په هکله د سپارښتنو دا پیغام یې اوس د هند د کورنا غږ په ډول پېژندل کېږي.
نوموړې د یوې لسیزې لپاره د غږ هنرمنه ده، د یوې خصوصي هوايي کرښې، د هند تر ټولو لویو ټیلیکام کمپنیو او د ډېلي مېترو هوايي ډګر خدمتونو لپاره یې هم غږ ریکارډ شوی دی او د راتلونکي تمځي او دا چې ور ښي یا چپ لور ته پرانیستل کېږي مالومات در کوي.
خو د کورونا ضد کمپاین لپاره غږیز پیغام یې د پام وړ ګرځېدلی.
تېره اونۍ چې کله خلک وپوهېدل د کورونا وېروس په هکله د پوهاوي پیغام د مېرمن بهالا په غږ کې دی، نو ور سره نوموړې په سیلبریټي بدله شوه.
یوې هندۍ رسنۍ ورباندي مطلب وکړ او خواله رسنیو کې د هغې غږ ډېر ښه او جذاب وبلل شو او د غږ له مخې یې په ټیک ټاک کې ویډووې جوړې شوې.
هغې بي بي سي ته وویل، ما خپله دنده کوله، تر اونۍ پخوا هیچا نه پېژندم، خو کله چې د یوه تلوېزون مرکه لاس په لاس شوه، نو زما ژوند ور سره بدل شو.
د نورو ډېرو هغو په څېر چې د غږ هنر لري، مېرمن بهالا هم نه پېژندل کېده، ځکه له مخ پرته یوازي غږ سره څوک کله پېژندل کېږي.
خو د کورونا وبا یې برخلیک بدل کړ: “وبا مشهوره کړم، ځکه ملت که په وېره کې سره یو دی، په دې حقیقت هم یوه خوله دی چې په دې هکله مالومات واوري، هغه غږ چې زه هره ورځ اورم، بل هر کس یې هم اوري”.
نوموړې وايي، له دې مشهورتیا او توجو سره مینه لري، خو څوک به وغواړي چې د کورونا غږ نوم ور کړل شي.
دا هرڅه هغه مهال پیل شول چې د مارچ لومړیو کې له یوې سټوډیو ورته ټلېفون وشو او ورته وویل شول د هند روغتیا وزارت یو پیغام سملاسي ثبتول غواړي.
هغې په ډېلي کې له خپل کور په ټلیفون راته وویل: “زما پروډیوسر وویل دا به ۳۰ ثانیې وي، باید نرم او مینه ناک غږ سره یې ریکارډ کړې، خو باید اندېښمنوونکی او مسوولیت منلو والا او روزونکی هم وي”.
* بریتانوي کارپوهان: د کورونا وېروس لپاره مو ارزان بیه درمل موندلي
* کورونا وېروس؛ هند ته ولې واکسین جوړولو کې سترګې ور اوړي؟
دا په هند کې د وبا لومړۍ ورځې شپې وي او هر یو په دې نه پوهېده چې دوی یې باید د ځان خوندیتوب لپاره ومني.
د نوموړې پیغام په دې سره پیلېږي: “سلامونه! ټول هېواد د کورونا وېروس ضد جنګېږي… “
ورپسې خلکو ته سپارښتنه کوي: “کور پاتې شئ روغ پاتې شئ. له سخت ضرورت پرلته له کور مه وځئ، په وتلو کې ماسک په مخ کړئ، سابون سره بیا بیا لاسونه ومنیخئ او د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن پام کې ونیسئ”.
دا وايي، په انګریزي او هندي ترې د دې پیغام ریکارډولو غوښتنه وشوه او څلور یا پنځه ځلې یې هر یو ثبت کړ، ویې لېږه او هېر یې کړ:
“دوه ورځې وروسته زما کورنۍ او ملګرو راته ویل، پوهېږې موږ چې هر چرته زنګ وهو هلته تا اورو”.
مېرمن بهالا وايي، کله یې چې دا پیغام ریکارډاوه، نه پوهېده چې کوم ځای به کارېږي او یا به دومره ډېرو خلکو ته رسېږي.
خو حکومت له ټلیفوني کمپینو وغوښتل چې دې روغتیايي پیغام ته خپل زنګونه واړوي او دا ۳۰ ثانیې پیغام بیا بیا خپور کړي، چې دې سره د مېرمن بهالا غږ په هند کې خورا ډېر مشهور شو.
د حالاتو او لارښوونو بدلېدو سره هغې تېرو څو اونیو کې د دې پیغام دوه یا زیاتې تازه بڼې ریکارډ کړې دي.
“دویم پیغام هغه وخت ثبت شو چې خلکو پر ډاکټرانو، روغتیاپالو او د لومړۍ کرښې نورو کارمنانو باندې بریدونه وکړل: “له ما وغوښتل شول چې ورته ووایم؛ زموږ جنګ له ناروغۍ سره دی، نه له ناروغانو سره”.
د نوموړې په خبره، د دې پیغام ریکارډولو حالت ډېر جذباتي و: “دا یو ښکلی پیغام و او زما د احساساتو عکاسي یې کوله”.
دریم پیغام هم هغه مهال ریکارډ شو چې د ټولنیز واټن اصول بدل شول او له خلکو وغوښتل شول چې د یو مترپه ځای دوه مته واټن په پام کې ونیسي.
نوموړې وايي، په دې پوهېږي چې دا پیغام به خلکو ته ډېر تکراري وي، خو حالات خراب دي او پکار ده چې دا ترخه ګولۍ وخوړل شي.