سیمه ییز خبرونه
هوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.
د یمن حوثي غورځنګ هوايي شرکتونو او مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه له ورتګه ډډه وکړي. دې غورځنګ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له خونړي برید وروسته د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم شوني هدفونه بللي دي. په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.
د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سپېڅلي ښارونه له دې خبرداري څخه مستثنا دي.
سریع له هوايي شرکتونو او مسافرو غوښتي، چې دغه ګواښ جدي وګڼي.
دغه راز نوموړي سعودي عربستان تورن کړی، چې د بریدونو د مخنیوي هڅې یې ناکامې وې.
حوثیانو په دې خبرپاڼه کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت نېغ پرنېغه نهدی منلی؛ خو ایرانپلوه دې غورځنګ له دې مخکې ویلي وه، چې د پنجشنبې پر ورځ یې پر همدې هوايي ډګر د نورو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
په هغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یوه الوتکه زیانمنه شوې وه.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، چې د شنبې ورځې په برید کې له وژل شویو ۱۲ کسانو څخه څلور د سعودي عربستان، دوه د بنګلهدېش او یو ـ یو د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر وګړي وه.
دغه برید د سعودي عربستان د مهمو بنسټونو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
دغه راز دا اندېښنه زیاته شوې، چې د سیمې د پراخېدونکې جګړې له کبله به نړیوال هوايي ټرانسپورټ هم له خنډونو سره مخ شي.
عیني شاهدانو په هوايي ډګر کې د وېرې او ګډوډۍ له صحنو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د لوګي له پورته کېدا وروسته مسافر له ترمینل څخه د وتلو په لټه کې ول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم له برید وروسته د هوايي ډګر له ودانۍ پورته کېدونکی لوګی لیدل کیږي.
دغه پېښه د هغو جګړو له پیل راپدېخوا، چې په فبرورۍ کې د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ پیل شوې، پر یوه عربي خلیجي هېواد تر ټولو خونړی یوازنی برید بلل شوی دی.
په وروستیو اوونیو کې حوثیانو پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ زیاته کړې او د دغه هېواد اقتصاد ته پر مهمو بنسټونو یې د بریدونو ګواښونه کړي دي.
سعودي عربستان هم په یمن کې د حوثیانو پر مورچو هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له سعودي عربستان سره د حوثیانو پر ضد د نورو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر امکان غور کوي.
له ټرمپ څخه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا به په بریدونو کې برخه واخلي؛ ویلي، چې پرېکړه یې تر دې دمه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د هغه ادارې په دې وروستیو کې د وروستي برید په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه بریدونه غندلي او تائید کړې یې ده، چې په پېښه کې یو امریکايي وګړی وژل شوی دی.
بریټانیا هم دا برید غندلی دی.
د دې هېواد د دفاع وزیر ویس سټریټینګ ویلي، چې بریټانیا له وړاندې سعودي عربستان ته د هوايي تېلو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي او ښايي د اړتیا په صورت کې نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې بریټانیا اوسمهال د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پلان نهلري.
سټریټینګ ویلي، پر ملکي هدف برید په هېڅ حالت کې د توجیه وړ نهدی او وایي، چې د پراخې جګړې لپاره پوځي حللاره نشته.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د دغه برید له کبله خپله خواشیني څرګنده کړې او هغه یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین هم دغه پېښه د کړکېچ خطرناکه پراختیا بللې او له سعودي عربستان سره یې خپل پیوستون څرګند کړی دی.
پاکستان، مصر او قطر هم دغه برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول بریدونه سیمهییز ثبات او د ملکي وګړو امنیت ګواښي.
پر بریدونو او تاوتریخوالي سربېره تمه کېده، چې د ریاض په هغه سیمه کې د انرژۍ یو لوی کنفرانس د پلان له مخې ترسره شي، چې هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري. د کنفرانس تنظیموونکو تائید کړې، چې د نړۍ د تېلو کانګرس به د اوکټوبر له یوولسمې څخه تر پېنځلسمې دوام وکړي.
دغه تازه کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د پراخې جګړې د زیاتېدا اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.
د حوثیانو لهخوا د سعودي عربستان پر مهمو بنسټونو د بریدونو د ګواښونو دوام د سیمې د هوايي سفرونو، د انرژۍ د تاسیساتو او مهمو اقتصادي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.