سوداگري

هوایي دهلیزونه مو د صادراتو له ډېرېدو سره مرسته کوي – عزیزي

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څرګنده کړې؛ هوايي دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړین دي او د پوره پراختیا او اسانتیا لپاره به هوايي دهلیزونو ته وده ورکړ شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزې څرګنده کړې؛ ګاونډ هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوي او دغه وزارت په هېواد کې د بيو راټيټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي ويلي؛ د افغانستان د نساجۍ پر صنایعو د پانګونې او بیارغونې له لارې به له یوې خوا پر ځان بسیاینې ته لاره اواره او له بلې خوا په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دا مهال افغانستان په دوه پنځوس سکتورونو کې پر ځان بسیاینې او په پېنځلس نورو سکتورونو کې نیمه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

دا مهال د ځمکې او هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکي، تازه او وچه میوه صادریږي.

اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان د صنعتي کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده، چې دا هېواد پر ځان بسیا او صادارت یې تر واردتو ډېر شي.

Trending

Exit mobile version