روغتيا

هېواد ته بې کیفیته خوراکي توکي او درمل د واردېدو اجازه نه‌لري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۲)

د خواړو او درملو ملي ادارې عمومي رييس د خواړو او درملو د ملي ادارې د دندو او فعاليتونو په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې څرګنده کړې؛ دغه اداره به اجازه ورنه‌کړي، چې له ګمرکونو څخه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل هېواد ته رادننه شي.
د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې مشر ويلي، د دغې ادارې له اجازې پرته د هېواد ګمرکونو ته درمل او خواړه واردېدلینه‌شي.
د خواړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر وايي، د دې ادارې یو هدف خلکو ته د ښه، باکیفیته او معیاري خواړو او درملو برابرول دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ هېوادونو ته د درملو د صادراتو لړۍ هم پیل شي.
هغه ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې یې ۱۰ کارخونو ته د فعالیت اجازه ورکړې او تر ۳۴۲ ټنو ډېر بې کیفیته خوراکي توکي یې له منځه وړي دي. په دې موده کې د درملو د قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه شوې او ډېر ژر به لابراتوارونه پر کار پیل وکړي، چې حلال له حرام څخه بېل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال وايي؛ افغانستان د درملو په برخه کې ۵۰ سلنه پر ځان بسیا کېدو ته رسېدلی او د راتلونکي کال تر پایه به دغه شمېر ۱۰۰ ته ورسېږي.
قدرت الله جمال له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد د درملو په سکتور کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان خلک هر کال ۵۰۰ میلیون دالره بهر ته د ناروغانو پر درملنې لګوي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د درملنې بهیر دومره معیاري نه‌دی، چې د ټولو ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه وشي.

Trending

Exit mobile version