سیمه ییز خبرونه
هېڅ هېواد نه شي كولاى، چې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې كړي
د ماليې وزارت وايي، چې د امريكا او اروپا په ګډون هېڅ هېواد نه شي كولاى، چې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې كړي. د ماليې وزير عمر زاخېلوال همدارنګه زیاته کړه، چې دوى د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په باب هېڅ اندېښنه نه لري او راتلونكې كال ملي بوديجه به د نورو كلونو په پرتله د لازياتو بهرنيو مرستو ژمنې له ځان سره ولري.
د چهار شنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۳ ) يوې مدني ټولنې له افغان حكومت او په ځانګړي ډول د ماليې له وزارت څخه وغوښتل تر څو پر ملي بوديجه له سره كتنه وكړي.
د حساب وركوونكې او شفافيت لپاره د افغان ائتلاف مسئوله هوسې وردګ وايي، چې په روان كال كې د ماليې وزارت د عادي بوديجې څورلس سلنه په حكومتي كوډونو او د ولسمشر له اختصاصي كوډ سره ځانګړې كړې ده، خو د څو محدودو ساعتونو څخه وروسته د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال دغه نيوكې رد كړې.
نوموړى همدارنګه وايي، چې افغان او امريكايي چارواكي هره ورځ د امنيتي تړون په باب خبرې كوي او دواړه هېوادونه هڅه لري تر څو له دغه تړون څخه ډېره ګټه تر لاسه كړي.
په همدې حال كې د اسيايي پراختيا بانك په هېواد كې د ابولګولو د وضعیت د ښه كېدو په موخه له افغانستان سره يو سلو درې ميليونه ډالره وړيا مرسته وكړه.
وېل كېږي، چې دا پېسې به په تخار او کندوز ولايتونو كې د څلور اويا زره هكتاره ځمكې د خړوبولو په موخه د دوو نهرونو پر جوړولو ولګول شي.
د دغه بانك چارواكو يو ځل بيا د خپلو مرستو پر دوام ټينګاروكړ زياته يې كړه، چې په روان كال كې به دغه بانك له افغانستان سره له پنځو سوو ميليونو ډالرو زياته مرسته وكړي.