تازه خبرونه

هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه‌دی- سینیرلي اوغلو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۲)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د کورنیوچارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې اوغلو د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې په اړه ویلي: د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسېدلی، چې هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه‌‌دی.

دغه راز فریدون سینیرلي اوغلو د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زده‌کوونکیو د زده‌کړو پر وړاندې د محدودیت له منځه وړل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کېدل د ټینګار وړ ټکي یاد کړل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ اوغلو په افغانستان کې د قانون تطبیق، ډاډ من امنیت، د کرنیزو چارو وده او بیا رغونې او د بنسټیزو پروژو پلې کول د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې دي.

اوغلو وایي: یوناما له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا، بیا رغونې او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لیواله ده.

همدارنګه له اوغلو سره په لیدنه کې سراج الدین حقاني ویلي: د نړیوالې سولۍ تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې‌پرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی او په دې برخه کې باید لازم ګامونه اوچت شي؛ نړیواله ټولنه او بنسټونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر همغږۍ او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي او ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسوول غړي یاد کړل او ټینګار کوي، چې له پامه غورځول یې نباید مطرح وي.

سراج الدین حقاني دا ټینګار هم کړی، چې د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلي؛ د باور جوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هېواد په توګه په هره ساحه کې د بیارغونې چارې روانې دي.  اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو پر ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.

ویل کیږي، چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې روانه مبارزه بریالۍ ده؛ حکومت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی. دا، چې مخدره توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی؛ نو مبارزه هم باید ورسره د ټولو له لوري ترسره او بزګرانو ته د بدیل معېشت ترڅنګ مرستې او همکارئ رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version