سیمه ییز خبرونه

هېڅ ډله او سازمان نه شي كولاى له افغانستان څخه بهر د سولې خبرې تر سره كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په قطر كې وسله والو طالبانو ته د دفتر د جوړېدو د طرحې له بشپړېدو خبر وركوي.

د بهرنيو چارو د وزارت چارواكي وايي افغان ديپلوماتان به له هغې وروسته د قطر له چارواكو سره خبرې پېل كړي كله، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په رسمي ډول پېل شي.

د سولې خبرې اترې هغه څه دي، چې د تېرو څو كلونو را په دې خوا پرې نړيوالې او كورنۍ رسنۍ بحث كوي، خو تر دې مهال وسله وال مخالفين  كله هم دغو خبرو ته نه دي چمتو شوي.

له همدې سره افغان حكومت په قطر كې وسله والو طالبانو ته د دفتر د جوړېدو د طرحې له بشپرېدو خبر وركوي.

دغه طرحه، چې د افغانستان د ملي امنيت د شورا له خوا جوړه شوې په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر او له دوى سره د سولې د خبرو څرنگوالى ښكاره كوي.

بل خوا په كابل كې د ملگرو ملتونو د سازمان نماېنده گي اوس مهال له وسله والو طالبانو سره د سولې د هغه خبرو پر څرنگوالې بحث كوي، چې په نږدې راتلونكې كې به د افغانستان د سياسي او مدني ډلو او وسله والو طالبانو تر مېنځ په تركمنستان كې تر سره شي.

په همدې حال كې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى په افغانستان كې د وسله والو طالبانو مشرانو ته د ډاډمنې فضا خبر وركوي او زياتوي، چې هېڅ ډله او سازمان نه شي كولاى له افغانستان څخه بهر د سولې خبرې تر سره كړي.

د افغان چارواكو دا څرگندونې په فرانسه كې د تر سره شويو مذاكرو وروسته تودې شوې دي.

څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي استازو په فرانسه كې د افغانستان د يو شمېر سياسي او مدني ډلو له استازو سره د دغه هېواد په حالاتو خبرې كړې دي.

په دغه ناسته كې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو پېغام دا وو، چې د افغانستان اوسنى حكومت او اساسي قانون په رسميت نه پېژني او له اوسنې افغان حكومت سره خبرو ته ندي چمتو.

Trending

Exit mobile version