ساینس او ​​ټیکنالوژي

وآتساپ خپلو کاروونکیو ته د نویو ځانګړتیاوو د وړاندې کولو هڅه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۱)

د میتا شرکت مشر مارک زوکربرګ د سې شنبې پر ورځ ډاډ څرګند کړ، چې په وآتساپ کې به ډېر ژر نوې ځانګړتیاوې ښکاره شي.

د مارک زوکربرګ د څرګندونو له مخې؛ درې نوې ځانګړتیاوې به وآتساپ ته زیاتې شي، چې کاروونکي به وکولی شي له یوه ګروپ څخه ووځي او نور کاروونکي پرې پوه نشي او ورسره خپل انلاین سیستم وڅاري. درېیم دا، چې د سکرین شات د اخیستلو مخه به ونیول شي.

د یادو ځانګړتیاوو په مرسته تاسې کولی شئ خپل ګروپ وڅارئ، چې که وغواړئ له یوه ګروپ څخه ځان وباسئ؛ د ګروپ نور ملګري نه پوهیږي.

د اړوند معلوماتو له مخې، یوازې د ګروپ ادمین وکولی شي هغه کاروونکی، چې له ګروپ وځي وګوري.

همداراز د انلاین ښودلو اختیار به هم تاسې کنترول کړئ، چې که وغواړئ څوک مو وګوري انلاین یاست یا ځانونه پټ وښيئ او یا هم ځینې کسانو لپاره یې پټ او ځینو لپاره یې ښکاره کړئ.

پر دغو ځانګړنو سربېره د وآتساپ درېیمه ځانګړتیا د هغو انځورونو ده، چې د یو ځل لیږلو له لارې لیږل شوې وي؛ سکرین شاټ وانخیستل شي.

له دې لارې به د کاروونکیو د وآتساپ پیغامونه به مخامخ خبرو ته ورته خوندي او شخصي شي.

د سکرین شات بلاک کولو وسیله اوسمهال ازمول کیږي او ډېر ژر به کاروونکیو ته وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version