تازه خبرونه

واشنګټن د افغانستان په اړه اړین معلومات پټوي – سیګار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سیپکو د جمعې پر ورځ ویلي؛ هغه د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان د پوځي او سیاسي ځواکونو د ناکامیو په اړه د خپلو کارونو ډېره برخه پټه کړې ده.

د سیګار مشر جان سیپکو زیاته کړې؛ یوازې هغه مهال په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت بشپړ انځور ترلاسه کېدای شي، چې د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه محدود شویو معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د امنیتي اندېښنو له کبله یې له افغانستان څخه د وتلو په اړه یو شمېر راپورونو ته په لنډمهاله توګه لاسرسی محدود کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي؛ غواړي ډاډ تر لاسه کړي، چې د هغو افغانانو او ټولنو د پېژندلو په اړه معلومات له دې راپورونو لرې شي، چې له امریکا سره همکار ول.

همدارنګه د سیګار مشر جان سیپکو د امریکا کانګرس ته په خپل تازه استولي راپور کې څرګندوي؛ سره له دې، چې د امریکا کانګرس ماموریت ورسپارلی، خو د مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني په غوښتنه د امریکا دفاع وزارت له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د افغانستان حکومت او پوځ د سقوط په اړه ځینو معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت د سیګار د دې راپور د خپرېدو تر مهاله په دې اړه غبرګون ندی څرګند کړی.

جان سیپکو د جمعې پر ورځ خبریالانو ته ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ترې غوښتي له خپلو راپورونو دې په ۲۴۰۰ مواردو کې معلومات لرې کړي، خو په وینا یې له بیا کتنې وروسته یې ایله څلور موارد داسې وموندل، چې باید لرې شي او نور یې پر ځای پرېښودل.

د سیګار مشر وايي؛ په دې لړ کې ځینې داسې ‘عجیبې او غریبې’ غوښتنې هم وې، چې یوه یې له راپوره د مخکیني ولسمشر اشرف غني د نامه لرې کول دي.

Trending

Exit mobile version