تازه خبرونه

واک ته د اسلامي امارت د بېرته راستنېدا د کلیزې نمانځلو پر مراسمو د داعش د برید مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا عملیات د بګرام ولسوالۍ په باریک‌آب سیمه کې ترسره شوي دي.

Published

on

کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو تېره شپه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې واک ته د اسلامي امارت د بېرته راستنېدا د کلیزې نمانځلو پر مراسمو د داعش د احتمالي برید مخه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا عملیات د بګرام ولسوالۍ په باریک‌آب سیمه کې ترسره شوي دي.

د عملیاتو په پایله کې د داعش یو غړی ونیول شو او یو کرولا ډوله موټر، چې درې راکټ لانچرونه یې لېږدول د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلل.

Trending

Exit mobile version