سیمه ییز خبرونه

وروستى بريد حقاني شبكې كړى، چې موخه يې د امريكا سفارت و- رايان كراكر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل بريدونه د امريكا او ناټو سازمان له خوا په كلكه غندل شوي  او وايي، چې:

دا ډول پېښې به له افغانستان سره د دوى همكاري اغېزمنه نه كړي.

په كابل كې د امريكا سفيررايان كراكر وايي، چې:

دا بريد د حقاني شبكې د غړيو له خوا شوى، چې په پاكستان كې مېشت دي او موخه يې د امريكا سفارت و.

كراكر وايي:

وسله وال بريد كوونكي د دوى او افغانستان گډ دښمان دي او دې بريد دوى وهڅول، چې د افغانستان له حكومت او خلكو سره خپلې مرستې زياتې كړي.

هغه وايي:

له بريده په  سفارت  كې څلورافغانان ټپيان شوي دي.

په كابل كې د امريكا سفيررايان كراكر وويل، چې:

په دې بريد كې ښايي بهرنيان هم لاس ولري؛ ځكه، چې د بريد عاملين د حقاني شبكې غړي وه، چې د پاكستان په شمالي وزيرستان كې مېشت دي.

كراكر وايي:

په دې بريد كې د سفارت يو افغان ساتونكى او درې نور افغانان، چې د ويزې اخيستلو په موخه ورغلي وه سرسري ټپيان شوي دي.

هغه وايي:

دا ډول پېښې دوى  نور هم هڅوي، چې له افغان حكومت سره خپلې  همكارۍ زياتې كړي او په دې برخه كې به د امريكا له ولسمشر او بهرنيو چارو له وزيرې سره هم خبرې وكړي .

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن وايي، چې:

په كابل كې د دوى پرسفارت بريد به په دې هېواد كې د امريكا ماموريت اغېزمن نه كړي .

كلنټن وايي، چې:

امريكا به د بريد عاملين تعقيب او د سيمې د خوندي كولو په موخه به هغو كسانو ته سزا وركړي ، چې دا ډول ترهگر بريدونه كوي .

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن ټينگار كړى، چې:

جگرمار طا لبان او د دوي ملگري تل هڅه كوي، چې د افغا نستان د امنيت او پرمختگ پر وړاندي خنډ شي . مونږ اوِضاع له  نږدې  څارو او له خپلو نويو ژمنو سره پر مخ ځو او افغا نانو ته به، چې ډېرې ستونزي يي گاللي  د يو ښه راتلونكي زمينه برابره  كړو.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوگ را سموسن هم د دې بريد په اړه په خپل غبرگون كې ويلي، چې د دې بريد موخه د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهيرناكامول دي.

راسموسن ټينگار كوي، چې:

طالبان هڅه کوي، چې د ليږد بهير له ستونزو سره مخ کړي، خو دوی به د دې پروسې مخه ونه شي  نيولى او د مسوولیتونو د سپارلو پروسه به  په سمه ټوگه  تر سره شي .

له بل لوري د امريكا دفاع وزارت وياند  جورج لټل وايي، چې:

دا ډول بريدونه به له دې هېواده د امريكايي ځواكونو د ويستلو بهير له خنډ سره مخ نه كړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version