تازه خبرونه
وروستی افغان بندي بشیر نورزی له امریکایي مارک فریکس سره تبادله شو
د امریکا له زندانه وروستی افغان بندي د دوشنبې پر ورځ د وږي ۲۸ د کابل په هوايي ډګر کې تبادله او اسلامي امارت ته وسپارل شو.
په هغو مراسمو کې، چې په دې ویاړ جوړ شوي وه؛ د رییس الوزرا مرستیالان، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د استخباراتو عمومي رییس، د بهرنیو چارو، مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیرانو او د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو ګډون کړی و.
د امریکا له زندانه وروستی خوشې شوي افغان بندي حاجي بشیر نورزي څه نا څه اووه لس کاله په امریکایي زندان کې تېر او دا دی اوس له یوه امریکایي بندي وګړي سره له تبادلې وروسته اسلامي امارت ته وسپارل شو.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ويلي، چې بشیر نورزی د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې خوشې او هېواد ته راستون شوی دی.
حاجي بشر نورزي اووه لس کاله په امریکایي زندان کې تېر کړي او دا دی اوس د اسلامي امارت له ډېرو هلو ځلو وروسته له مارک فریکس نومي امریکايي وګړي سره، چې د اسلامي امارت په بند کې و؛ له بنده خوشې او په کابل هوايي ډګر کې اسلامي امارت ته سپارل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د نوموړي په اړه څرګنده کړي؛ ۱۱ کاله او شپږ میاشتې مخکې حاجي بشیر، چې په حاجي بشر نومیدلی، د امریکایانو لخوا ونیول شو او امریکا ته واستول شو او له امریکايي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته نن سهار لس بجې په کابل کې د یوه امریکايي وګړي په بدل کې اسلامي امارت ته وسپارل شو.
امیرخان متقی یو ځل بیا له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره د خبرو اترو له لارې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. مونږ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي یوو.
دغه راز دغو مراسمو ته له امریکایي وګړي سره تبادله شوي حاجي بشیر نورزي ويلي؛ د ده خوشې کېدل ښيي، چې ټولې شته ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي او نړۍ باید د اسلامي امارت پر وړاندې له بندیزونو او فشارونو کار وانخلي.
د امریکا له بنده آزاد شوی افغان بشیر نورزي ویلي؛ امریکا او ناتو له تېرو شل کلونو راپدیخوا په افغانستان کې جګړه کړې؛ خو نه یې د ځان او نه د افغانانو لپاره کومه پایله ترلاسه کړې ده. دا ثابتوي، چې مسایل باید د خبرو له لارې حل شي او نړۍ باید له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي؛ هڅه کوي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې ټول بندي افغانان د دیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې راخوشې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د وزیر د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدیخوا سلګونه افغانان، چې په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان وو، د دغو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو اترو په پایله کې خوشې شوي دي.
