سیمه ییز خبرونه

وسله وال طالبان د افغانستان ستره ستونزه ده- زلمى رسول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه وويل ، چې په سیمه کې د القاعده شبکه حضورلري او وسله وال طالبان د افغانستان لپاره لويه ستونزه ده.

د هغه په وينا :

د افغانستان كليوالې سيمې او ښارونه  له تروريزم څخه پاك دي.

د هغه په وينا:

افغان دولت ته د مسووليتونو د ليږد ترڅنگ د اقتصاد پياوړتيا هم مهمه ده.

د افغانستان د بهرنيو چار وزير ډاکټر زلمي رسول په دې اسامبلۍ کې د افغانستان د استازي په توگه خبرې وکړې؛ ځکه ولسمشر حامد کرزی، چې کله د سولې عالي شورا د مشر برهان رباني له وژنې د تېرې سه شبنې په ورځ(د وږي په ۲۹) خبر شو؛ نو بیا یې له نیویارکه د افغانستان په لور د تگ پرېکړه وکړه او هېواد ته راستون شو.

زلمي رسول، چې د ولسمشر حامد كرزي پیغام لوسته ویې ویل:

سره له دې، چې القاعده شبکې په سیمه کې خپل مشران له لاسه ورکړي، خو بیا هم د طالبانو شخړې زمونږ په هېواد کې د یوې لویې ستونزې په توگه موجودې دي.

زلمي رسول وویل:

په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د استاد رباني هڅې له اهمیته ډکې وي، خو د مخالفنینو د جلب او جذب لپاره یوازې پوځي اقدام کافي نه دی.

نوموړى زياتوي:

د مخالفینو هغه مشران، چې د افغانستان له پولو اخوا اوسیږي او کولی شي، چې د حکومت په سیاست کې مهم رول ولوبوي هرکلی به یې وشي، خو که له القاعده سره اړیکې پرې کړي، له شخړو لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

د ولسمشر حامد کرزي په پيغام كې، چې د بهرنيو چارو د وزير لخوا ولوستل شو پر خپل پخواني دریځ يې ټینگار کړی، چې تروریزم د افغانستان له کلیو او بانډو او یاهم ښارونو څخه ليري دی.

زلمي رسول همدا شان وویل، چې:

دوه زره یوولسم کال د افغانانو لپاره له اهمیته ډک کال دى او تر ټولو مهم بدلون افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو بهيرو.

هغه زیاته کړه، چې:

افغانستان د امنتي مسوولیتونو پرانتقال سربېره اقتصادي پیاوړتیا ته هم اړتیا لري، چې افغانانو ته د امنيتي مسوولیتونو له سپارلو څخه به ډېر زیات وخت ونیسي.

دهغه په باور د بن دوه يم کنفرانس به د افغانستان لپاره یو فرصت وي، چې د افغانانو د مسوولیت د لیږدولو او د سولې د بهیر په اړه خپلو نړیوالو ملگرو ته معلومات ورکړي.

زلمي رسول ټينگار كړى ، چې :

تر ټولو مهمه دا، چې مونږ به په بن کې له نړیوالې ټولنې د دومداره ژمنو غوښتنه وکړو، چې وروسته له دوه زره څوارلسم عيسوي کاله، چې بهرني عسکر له افغانستان وځي او خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي؛ له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نړیوالو مسایلو په ارتباط زلمي رسول د افغان ولسمشر د پیغام په حواله وویل:

افغانستان د لیبیا انتقالي شورا په رسمیت پېژني او همدا شان په ملگرو ملتونو کې د فلسطین د شاملیدو ملاتړ هم کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version