سیمه ییز خبرونه

وسله وال طالبان د دې توان نلري، چې بېرته واک ته راوکرځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسله والو طالبانو په افغانستان كې ماتې خوړلې او د دغه ډلې پاتې شوني نه شي كولاى د هېواد راتلونكي له بحران سره مخامخ كړي. د كورنيو چارو وزارت د آيساف د ګډې قرارګاه د يوه قوماندان مارك ميلي د څرګندونو په اړه د غبرګون په څرګندولو سره وايي، وسله وال طالبان د دې توان نه لري، چې بېرته واك ته راوګرځي.

په افغانستان كې د ترهګرو پروړاندې د مبارزې او امنيت د ټينګښت په موخه د نړيوالو ځواكونو له ۱۳ كلن حضور وروسته تراوسه هم د سولې ټينګښت د افغانانو يو خوب ګڼل كېږي.

نړيوال سرتېري په دې عقيده دي، چې په راتلونكې كې به وسله وال طالبان جدي بريدونه وكړي، هغه اندېښنه، چې افغانان پوځيان يې بې ځايه ګڼي.

په افغانستان كې ډېر په دې اند دي، چې افغان سرتېري د نړيوالو ځواكونو له ملاتړ پرته نه شي كولاى امنيتي ستونزې حل كړي.

خو د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وايي:

د ډيورنډ كرښې په بله خوا كې د ترهګرو پټنځايونو ته د نړيوالو ځواكونو پاملرنه كولاى شي له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د وضعيت د كړكېچنتيا مخه ونيسي.

همدارنګه افغانان، چې له ډېرې مودې راپدېخوا د سولې تږي او په دې برخه كې ترټولو ډېره بيه یی وركړې د امنيت ټينګښت او واك ته د طالبانو د بيا رسېدو مخنيوى له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليك پورې تړلى ګڼي.

افغانستان د ۲۰۱۴ م كال په لومړيو ورځو كې د څو خونړيو ترهګرو پېښو كوربه و، خو په كابل كې د ۲۱ تنو وژل كېدو يوځل بيا د افغانانو په زړونو كې وېره راوستې، چې ښايي د بهرنيو ځواكونو په وتلو سره امنيتي كړكېچ رامنځ ته شي.

Trending

Exit mobile version