سیمه ییز خبرونه

وسله وال مخالفين غواړي د هېواد امنيتي سيمې هم ناامنې كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي امنيت وايي، چې:

وسله وال مخالفين هغه ولايتونه د ترهگريزو بريدونو لپاره انتخابوي، چې امنيتي مسووليتونه يې افغان ځواكونو ته سپارل شوي دي. وسله وال مخالفين غواړي وښيي، چې افغان ځواكونه د چارو د پرمخ بيولو وړتيا نه لري.

د ملي امنيت وياند وايي :

د وسله والو ډېر دا ډول بريدونه شنډ شوي هم دي.

د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل دغه راز وايي، چې:

د افغانستان، پاكستان او امريكا په درې اړخيزه كميسيون كې مو ډېرځله له پاكستاني چارواكو سره په هغه هېواد كې د وسله والو د روزنې او استوگنې د بنديدو په اړه غوښتنه كړې، خو دا هېواد په دې برخه كې جدي اقدام نه كوي .

د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل د يكشنبه په ورځ په كابل كې  په خبري كنفرانس كې وويل، چې:

پاكستان له افغانستان سره د امنيت په ټينگښت او د مخالفينو په ځپلو كې صادقانه همكاري نه كوي.

لطف الله مشعل وايي، چې:

په درې اړخيزه كميسيون كې له پاكستان څخه جدي غوښتنه كړې، چې د وسله والو مخالفينو د روزنې او استو گنې د ځايونو په له منځه وړلو كې هڅې وكړي، خو وايي:

جدي اقدام نه كوي.

مشعل وايي:

له هغه وروسته، چې د امنيتي مسووليتونو د بهير لومړى پړاو په برياليتوب بشپړشو، خو  وسله وال مخالفين په پرلپسې ډول هڅه كوي، چې په هغو سيمو كې وسله وال بريدونه او ورانكاري فعاليتونه وكړي، چې مسووليت يې افغان ځواكونو ته سپارل شوى دى .

ملي امنيت وايي، چې:

له دې ټولو هڅو سره سره د وسله والو ډېرورانكاره فعاليتونه يې شنډ كړي او خپلو موخو ته نه دي رسيدلي.

مشعل وايي:

وسله وال په دې بريدونو كې يوازې ملكي خلكو ته زيان رسوي او په خپلو ورانكارو فعاليتونو كې له ماشومانو كار اخلي .

ملي امنيت وايي، چې د زمري په اته ويشتمه يې  په كابل كې يوه څلوركسيزه  ترهگره ډله نيولې ، چې غوښتل يي د كابل ښار پر دوه يمه امنيتي حوزه  بريد وكړي .

د ملي امنيت وياند زياتوي، چې:

دې ډلې په كابل كې پر ستي سنتر، څلورسوه بستريز روغتون او كابل فروشگاه په بريدونو كې لاس درلود  او اكثريت غړي يې په پاكستان كې اوسيدل. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version