سیمه ییز خبرونه

وسلوال طالبان هڅه كوي، چې شمالي ولايتونه نا آرامه كړي- محمدي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان دفاع وزير وايي، وسلوال طالبان هڅه كوي، چې شمالي ولايتونه نا آرام كړي.

په كندز كې د وسلوالو طالبانو د فعاليتونو ډېروالي دفاع وزير بسم الله خان محمدي هم اړ كړ، چې دغه ولايت ته سفر وكړي .

هغه په كندز كې يوې غونډې ته په وينا كې وويل، چې وسلوال طالبان د كندز په ناامنه كولو غواړيشمالي ولايتونه ناامنه كړي.

په ولسي جرگه كې د كندز د خلكو استازې فاطمه عزيز وايي، د كندز جگړه له پاكستان څخه تنظيميږي.

د كندز ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسين خېل وایي.پاکستان غواړي دغه ولايت ته د خپلو موخو د ترلاسه كولو په موخه روزل شوي وسله وال را وليږي.

په دغه ولايت كې په وروستيو نښتو كې د وسله والو او ملكي وگړیو پر مرگ و ژوبلي سربيره سلگونه كورنۍ اړې شوې، چې له خپلو كورونو بې ځايه شي.

دغو كورنيو د يوه لاريون په ترڅ كې له حكومت څخه خپلو كورونو ته د ستنيدو د زمينې برابرولوغوښتنه وکړه.

دوى خبر دارى وركوي، چې كه حكومت يې ستونزې حل نه كړي د دولت او طالبانو پرضد به پاڅون وكړي .

د كندز والي د څرگندونو له مخې، د بهرنيانو په گډون له دوه زره ډېر وسلوال طالبان د كندز ولايت په مركز او څلور ولسواليو كې فعاليت كوي، چې ډېر يې له ورڅيرمه ولايتونو ورغلي دي .

Trending

Exit mobile version