تازه خبرونه

وسلوال مخالفان دې په لارو کې ماین ښخونه ودروي – ولسمشرغني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

د سولې د خبرو په درشل کې، ولسمشر غني له وسلوالو مخالفانو وغوښتل، چې د سړک غاړې ماین ښخونه ودروي او د د سولې مشورتې جرګې غوښتنو ته دې غاړه کیدي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ په کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنه وغندله او له وسلوالو طالبانو یې وغوښتلو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د ماینونو ښخولو عمل پای ته ورسوي.

ارګ په ډاګه کړې، چې د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې نن د طالبانو لخوا  د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوې ماشومې او څو ښځو په ګډون زمونږ یو شمېر هېوادوالو ته ځاني او ماي زیانونه ورسیدل.

 ولسمشرغني دغه پېښه تروریستي بولي او وایي، چې طالبان دې له حکومت سره د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو او سولې په درشل کې له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو اېښودلو څخه، چې د ملکي تلفاتو عمده لامل کېږي، ډډه وکړي؛ تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره دې د ولس، حکومت او سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته لبیک ووایي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ هم د دې ولایت ۸ عام وګړي د سړک غاړې  ماین چاودنې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version