سیمه ییز خبرونه
وسلوالو طالبانو د کلات- کندهار لویه لار تړلې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو د کلات- کندهار لویه لار د شهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې نن سهار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
له کلات څخه د کندهار پر لوري تلونکې سپرلۍ بېرته کلات ته ګرزيدلي دي.
د زابل د امنیت آمر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايې، چې امنیتي قواوو د لاري د خلاصون عملیاتو ته له کلات څخه د شهرصفا ولسوالۍ پر لوري حرکت کړی دی.