بلخ @ps
وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې د ولسي پاڅون ۲۵ ځواکونه وژلي
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکوونکیو د یوه قومندان صلاح الدین په ګډون د یاد پاڅون ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د نهرین ولسوال فضل الدین مرادی آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې له دغه برید وروسته پولیس په اړوند کلیو کې ځای پر ځای شوي او وسلوالو طالبانو شاتګ کړی دی.
د بغلان ولایتي شورا غړي محمد حنیف کوهګدای هم یاد ځاني زیان منلی او دا وژنه ناورین بولي او له حکومت څخه غواړي، چې د ورته ناورینونو مخه ونیسي، چې بیا تکرار نشي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې طالب جنګیالیو په اړوند سیمه کې درې پوستې نیولي، ۱۸ پولیس یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان دي او یو شمېر مهمات یې هم له ځان سره وړي دي.