تازه خبرونه

وسلوالو کسانو په کابل ښار کې د يوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو ویلي، چې نن سهار درې بجې د کابل ښار د پېنځلسمې حوزې د پېنځه سوه فامیلیو په اړوند سیمه کې وسلوالو کسانو د يوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپي کړي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستيال د يادي پېښي پخلی کوي؛ خو وايي، چې ياد کسان په مرموز ډول وژل شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

پېنځلسمې امنیتي حوزې انګېرلې، چې پېښه د خپلمنځيو کورنيو شخړو له کبله را منځته شوې او وسلوال د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.

د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وایي، څلور کسه په امنیتي یونیفورم کې کور ته دننه شوي او دا کرغیړن عمل یې تر سره کړی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ څلور ښځينه، يو ماشوم او پېنځه نرينه وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې سږکال په کابل کې د تېر کال په پرتله د وژنو، وهلو ټکولو، جنسي تېریو او د تاوتریخوالي له بېلابېلو پېښو راپورونه ورکړ شوي؛ خو دا لومړی ځل دي، چې د کابل ښار په اړوند سیمه کې داسې پېښه رامنځته کیږي. دغې پېښې د خلکو، د ښځو د فعالانو او بشر حقونو اندېښنې هم راپارولې دي.

Trending

Exit mobile version