سیمه ییز خبرونه
ولسمشرحامد كرزى به په روانه اوونۍ كې امريكا ته سفر وكړي- موسى زى
د افغانستان د بهرنيو چاروزارت اعلام وكړ، چې:
ولسمشرحامد كرزى په روانه اوونۍ كې د ملگرو ملتونو په شپږ شپيتمه عمومي غونډه كې د گډون په موخه امريكا ته سفركوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:
تردې غونډې وړاندې به ولسمشر حامد كرزى د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيك تړون او پرهغو مسايلو خبرې وكړي، چې په دوه اړخيزو اړيكو كې راغلي دي .
د افغانستان د بهرنيو چار وزارت وياند جانان موسي زي د شنبي په ورځ(د وږي په ۲۶) په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې:
ولسمشرحامد كرزى او ملگرى پلاوى به يې د سپتمبر په ۲۱ د ملگرو ملتونو په ۶۶ عمومي غونډه كې د گدون په موخه امريكا ته سفر وكړي.
موسى زى وايي، چې:
د دې غونډي په څنډه كې به ولسمشر حامد كرزى د ايران او پاكستان له چارواكو سره او ترغونډې يوه ورځ وړاندې به د امريكا له ولسمشربارك اوباما سره د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيك تړون او يو شمېر نورو هغو مسايلو په اړه خبرې وكړي، چې د دواړه هېوادونو په دوه اړخيز اړيكو كې نغښتې دي.
دا به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل او افغان ځواكونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د لومړني پړاو له بشپړیدو را وروسته د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ ليدنه وي.
په همدې حال کې له څومیاشتو راهيسې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همكاريو د تړون پرسرهم خبرې روانې دي. تېره اوونۍ د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاكار ډاکتررنگین دادفر سپنتا له واشنگټن څخه له راستنيدو وروسته ويلي وه، چې د ستراتيژيك تړون پرسرپه يو شمېر حساسو مسايلو د دواړو لوريو اختلافات حل شوى دى.
د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه كې د ۱۹۳ هېوادونو استازي گدون كوي، چې د نړۍ د سولې او امنيت په اړه به خبري وكړي