تازه خبرونه
ولسمشر حق نه لري چې له دښمن سره تړون لاسلیک کړي
ولسي جرګې له پاکستان سره د استخباراتی تفاهم لیک لاسلیک د قانون خلاف بولي.
د ولسي جرګې د غړو په وینا د پاکستان استخباراتی اداره د افغانستان جګړه رهبری کوي او داعش اوطالبان هم تمویلوي.
ولسي جرګه وايي دا ډول تفاهم لیکونه باید د ملي شورا تاييد تر لاسه کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي چې د افغانستان حکومت خپل دوست او دښمن نه پیژني.
د ولسي جرګې غړي ریحانه ازاد:
“ولسمشر حق نلري چې له دښمن سره تړون لاسلیک کړي، د کنړ جګړه نشو هیرولي، د شمال او جنوب جګړه پاکستانی جنرالان رهبري کوي.“
دولسي جرګي غړي منور شاه بهادری:
“دوی د پيمانونو په لاسلیک سره افغانستان خرڅوي، رهبران او وزیران د خلکو خلاف تړونونه لاسلیک کوي.”
دوی وایي چې پاکستان په افغانستان کې استخباراتي جګړه په مخ بیايي او دا ډول تړونونه یا تفاهم لیکونه هغوی نور هم زړور کولی شي.
دولسي جرګې غړي عبدالرحمان رحماني:
“ددغه استخباراتی تړون په لاسلیک سره د امنیتی ارګانونو لاس او پیښی مو وتړول او دا یو خطر ناک معامله ده.”
د ولسي جرګې مرسیتال ظاهر قدیر وايي چې دا ډول تفاهم لیکونه باید د ملي شورا تاييد تر لاسه کړي، او له هغه پرته به د بارو وړ نه وي او دغه سند د ملي شورا د تایید پرته قانونی بنه نلري.
“د هر پیمان په اړه باید څیړنه وشي حکومت له هر چا سره چې تړون لاسلیک کړي تر هغه چې جرګه تایید نکړي قانونی بنه نلري.”
ولسي جرګې د دفاعی ، کورني او نړیوالو چارو کمیسیون ته دنده وسپارله تر څو امنیتی چارواکي په ګډ کمیسیون کې د وضاحت لپاره استجواب کړي او په اړه يي عمومی غوندي ته رپوټ وړاندي کړي .
خبریال: عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
سوداگري4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
تازه خبرونه3 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
نړۍ2 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoعبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

