تازه خبرونه

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

په دې تیلیفوني خبرو اترو کې ولسمشر اشرف غني د اوربند پر ټينګښت ځانګړی ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، مونږ په افغانستان کې د اوربند له ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د ولسمشر اشرف غني له بلنې په مننه يې زياته کړې، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان جیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې پاکستان به له هغو پرېکړو ملاتړ وکړي، چې د افغانستان خلک به د خپل راتلونکي په اړه پرې ټینګار کوي.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان او افغانستان  پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او وایي، چې مونږ د دې هېواد سوله ، ثبات او د خلکو سوکالي غواړو.

دغې سرچینې څرګنده کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version