تازه خبرونه

ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۳۹۹)

ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان میرمنو “ځواکمن کول” دي.

د ولسمشرۍ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا شورا به ولسمشر رهبري کوي او “د ښځو حقونو پر پیاوړي کولو” به راڅرخي.

په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.

د ارګ په څرګندونو کې راغلي: شورا به د ولسمشرۍ د چارو ادارې په مشرۍ ناستې تر سره کوي او د ښځو پیاوړتیا، د حقونو خوندیتوب، نړیواله همکاري او همغږۍ به یې د پالیسۍ غوره برخې وي.

د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په دې شورا کې به د بېلابېلو ۲۶ ټولنو استازي غړيتوب ولري.

دغه راز ویل شوي، چې د فرمان پر بنسټ به د والیانو مرستیالانې، ښځینه مدافعین، مدني ښځینه فعالان، د دولتي ادارو او نادولتي سازمانونو ۲۶ استازي به د دې شورا غړي وي.

Trending

Exit mobile version