تازه خبرونه
ولسمشر غني په تهران کې د ایران له غوره شوي ولسمشر سره وکتل
ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار پنجشنبه (د زمري ۱۴) ولسمشر غني د تهران په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له غوره شوي ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي سره وکتل.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د غونډې په بهیر کې سید ابراهیم رییسي له افغان حکومت څخه د ملاتړ د دوام او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع او هڅو ټینګار کړی دی.
ابراهیم رییسي ویلي: مونږ د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او د سولې د بهیر ملاتړ کوو؛ ګاونډ هېوادونه په ځانګړي توګه افغانستان زموږ په بهرني سیاست کې د ټینګار وړ ځای لري.
دغه راز ولسمشر غني د ایران له مرستو او همکاریو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو له کوربتوب د ستاینې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولي یې ټینګار کړی دی.
ټاکل شوې، چې ولسمشر غني به نن شپه د ایران د غوره شوي منتخب ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې د اسلامي شورا په ودانۍ کې به ترسره شي.