سیمه ییز خبرونه
ولسمشر كرزي واشنگټن ته له رسېدو وروسته د ملي امنيت د لوى رئيس اسدالله خالد پوښتنه وكړه
ولسمشر حامد كرزي د امريكا د پلازمينې واشنگټن په يوه روغتون كې د ملي امنيت د لوى رئيس اسدالله خالد پوښتنه وكړه.
د ولسمشر وياند ايمل فېضي وويل:
ښاغلى كرزي په سيمه ييز وخت د مازديگر په څلورو بجو له ملگري پلاوي سره يو ځاى روغتون ته ولاړ او د خالد پوښتنه يې وكړه.
د خالد معالجو ډاكټرانو ولسمشر ته د هغه د درملنې په باب معلومات وركړل او د هغه روغتيايي حالت يې د قناعت وړ وباله.
ولسمشر د هغوى د رپوټ له اورېدو وروسته د ډاكټرانو له هڅو مننه وكړه.
ويل كېږي، چې ممكن اسدالله خالد د ډاكټرانو په سلا مشوره په ۱۵ ورځو كې بېرته هېواد ته را ستون شي.
ولسمشر د هغو امريكايي سرتېرو پوښتنه هم وكړه، چې د افغانستان په جگړه كې ټپي شوي دي.
هغه په ټپي شويو سرتېرو ډالۍ هم ووېشلې.
له ولسمشر كرزي سره د امريكا په سفر كې د بهرنيو چارو، دفاع او ماليې وزيران، د ملي امنيت سلاكار، د امنيتي چارو د لېږد د كميسيون رئيس، د سولې د عالي شورا رئيس، د ولسمشر د دفتر رئيس او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس ملتيا كوي.
ټاكل شوې د افغان پلاوي او امريكايي چارواكو تر منځ د چهارشنبې په ورځ ( د مرغومي ۲۰ ) په سپينه ماڼۍ كې ستراتيژيك مسايل وڅېړل شي.