بی بی سی پښتو
ولسمشر ټرمپ: طالبان هم افغانستان کې زموږ له شتونه ګټه اخلي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه کمسارې ادعا کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شتون په اړه ګډوډ پیغام ورکوي. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې د ډالرو سمبول ($) کارولو سره ویلي، طالبان افغانستان کې د امریکا له شتونه ګټه اخلي.
ولسمشر ټرمپ د خپلې دې ادعا په اړه کوم وضاحت نه دی کړی، خو یو ځل بیا یې ویلي چې امریکایی پوځ افغانستان کې د پولیسو رول ترسره کوي.
ډونلډ ټرمپ دا ټویټونه د وال سټریټ ژورنال د هغې سرمقالې په غبرګون کې کړي چې پکې له نوموړي غوښتنه شوې وه چې د افغانستان په مسله کې بیړه ونکړي.
https://twitter.com/realDonaldTrump/status/1262392414859337729
نوموړي د دې سرمقالې په ځواب کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
“دوی (وال سټریټ ژورنال) ته دې څوک ووایي چې موږ له تېرو ۱۹ کالو راهیسې په افغانستان کې یو. سره له دې چې اوس مو هلته د پوځیانو شمېر کم شوی، خو موږ بیړه نه کوو”.
په یو بل ټویټ کې ولسمشر ټرمپ وایي، طالبان له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه ګډوډ دریځ لري. نوموړي د ډالرو سمبول ($) په کارولو سره په اشارې ویلي چې طالبانو امریکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړ ایستلې او له شتونه یې ګټه اخلي.
د امریکا ولسمشر همدا راز وایي، له لومړیو کلونو پرته په دې نوره موده کې امریکا افغانستان کې د بریا لپاره جګړه نه ده کړې.
ښاغلي ټرمپ ویلی، امریکا په افغانستان کې د یو ځواکمن پوځ په توګه نه ده، بلکې د یو پولیس ځواک په توګه مېشته ده.
https://twitter.com/realDonaldTrump/status/1262392415513690112
امریکایی ولسمشر ډېر ځله په دې تورن شوی چې بې بنسټه ادعاوې کوي، او یا هم د خپلو خبرو یا تورونو په اړه وضاحت نه ورکوي.
له دې ټویټونو هم څرګنده نه ده چې ښاغلي ټرمپ هدف څه دی، او طالبان څه ډول په افغانستان کې د امریکا له شتونه ګټه اخلي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندنو په اړه څه نه دي ویلي. خو په تېر کې دې ډلې تل ټینګار کړی چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.
امریکا او طالبانو په تېره فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې خپلمنځي تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې طالبان نور په افغانستان کې پر مېشتو امریکایي پوځیانو او اهدافو بریدونه نه کوي.
خو افغان حکومت وایي، د دې تړون لاسلیک کېدو راهیسې طالبانو پر افغان ځواکونو او حکومتي ادارو خپل بریدونه ډېر کړي دي.
د همدې ډېرېدونکو بریدونو په ځواب کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې افغان ځواکونه نور له دفاعي حالته ووځي او د دوښمن پر ضد تعرضي عملیات پیلوي.