پرمختګ او بشپړتیا
ولسمشر غني د افغانستان پر تاریخي پېژندنه ټینګار څرګند کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ د هېوادوالو او محصلینو د زدکړې او معلوماتو د بډایني لپاره باید د ژباړې یو مرکز پرانستل شي، چې د نړۍ علمي او تاریخي تحولاتو څخه مو نوي نسلونه خبر وي.
ولسمشر غني د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زدکړو وزارتونو او علومو اکادمۍ ته سپارښتنه وکړه، چې د هېواد په پوهنتونونو کې دې د ژباړي تر ټولو قوي مرکزونه جوړ شي، چې د نړۍ خلک هم له افغانستان سره بلدیت پیدا کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي: زه پر دې ډېر خفه کیږم، چې اوس هم زمونږ ډېرمحصلین او مامورین د افغانستان په اړه پوره معلومات نلري؛ ځکه، چې دوی ته زمینه نده برابره شوې. باید افغانانو او د نړۍ خلکو ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړو.
ولسمشر غني د یادي غونډې برخه والو ته دا زیری هم وړاندې کړ، چې د لندن په یوه مرکز کې د افغانستان اړوند د تاریخي آثارو ۲۰۰۰ فزیکي او ۳۰ زره دیجیتلي نسخې شته، چې د افغانستان د تاریخي څېړنیز مرکز آرشیف ته به وسپاري شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني د افغانستان او انګلستان د کرکت لوبډلو له سیالۍ وروسته د منچستر او نورو ښارونو کتابتونونو ته ورغلی او د خپلې خوښې اړوند معلومات او کتابونه یې تر لاسه کړي دي.