تازه خبرونه
ولسمشر د دارالامان ماڼۍ د پرانستې د ځنډولو سپارښتنه کړې
ارګ په ډاګه کړې، چې نن یکشنبه(د زمري ۲۷) له غرمې مخکې کې د ولسمشراشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه ترسره شوه.
ولسمشر غني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو برید په کلکه وغانده او په ډاګه یې کړه، چې طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولی؛ ځکه همدوی دغه راز هڅو ته زمینه برابره کړې ده.
ولسمشر زیاته کړې، چې طالبان په هېواد کې د ملکي وګړیو د تلفاتو اصلي عاملین دي.
دغه راز ولسمشراشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د جشن امنیتي تدابیرو ته په نغوته کې ویلي، باید د خپلواکۍ جشن د امنیتي پلان تطبیق ته ډېره زیاته پاملرنه وشي.
ولسمشر څرګنده کړې، چې د وروستۍ تروریستي پېښې او نورو ټولو پېښو قربانیانو ته درناوی مهم دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن د نمانځنې ځانګړی کمیسیون باید د خپلواکۍ جشن په برنامو کې بدلون راولي.
د دغه برید پړه داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستی ده.
کورنیو چارو وزارت په دې چاودنه کې د ۶۳ کسانو وژل کیدل اود ۱۸۲ نورو ټپیکیدل منلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني له ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې د واده پر مراسمو تر سره شوی برید برید وڅېړي.